که د (زکام) په وخت کې دغه پنځه (۵) نښې ولری نو پوهه شئ چې زکام مو عادي نه بلکې شديد او ناوړه دی

که د (زکام) په وخت کې دغه پنځه (۵) نښې ولری نو پوهه شئ چې زکام مو عادي نه بلکې شديد او ناوړه دی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زکام يوه عامه او عادي ناروغي ده، چې د کال په هر موسم خو په ځانګړي ډول د ساړه پر مهال خلک پرې اخته کيږي. زکام د وجود نارمل روغتيايي وضعيت کډوډوي، ورځنۍ چارې ستونزمنې کوي، اشتها او د خولې خوند خرابوي، ټوخی، د ستونې درد، د پوزې بهېدنه ورسره مله وي او ځيني وخت د سر درد هم ورسره وي.

زکام په عادي ډول تر درېيو يا څلورو ورځو دوام کوي او په عادي درملو سره يې درملنه شونې ده، خو که چېرې دغه پنځه نښې مو په زکام کې ولېدل شي، نو پوهه شئ چې زکام مو په عادي حالت کې نه دی، شديد او ناوړه دی او بايد چې له اړونده ډاکټر سره په اړيکه کې شئ.

۱- له درېيو او څلورو ورځو ډېر وخت: که چېرې زکام له درېيو - څلورو ورځو وغځيږي نو بيا عادي زکام نه بلکې د کومې بلې خطرناکې ناروغۍ نښه ده. په عادي زکام کې اغېزمن کس له درېيو - څلورو ورځو وروسته د ښه والي احساس کوي، خو له دې ډېر زکام د انفلونزيا او يا بلې ناروغۍ نښه کېدای شي.

۲- له سفر وروسته بيا هم د زکام اغېز: ډېری ځلې له يو ځای څخه بل ته د څو ورځني سفر پر مهال خلک پر زکام اخته کيږي. لامل يې د ا دی چې په دې وخت کې هوا تغير کوي او پر تنفسي سېستم ناوړه اغېز کوي، خو که چېرې له سفر څخه د ستون کېدو وروسته هم زکام دوام وکړي نو د ډاکټر لېدل اړين دي.

۳- له زکام وروسته تبه: که چېرې له يو عادي زکام وروسته تر ۱۰۱ درجې فارنهايټ پوري لوړه تبه ولری، نو دا خبره د اندېښنې وړ ده. له زکام وروسته تبه دا مفهوم ورکوي، چې د اغېزمن کس مرۍ ټپي شوې دي. که چېرې دا چاره هم د عادي زکام په څېر عادي وګڼل شي نو راتلونکې درملنه يې وخت نېونکې او ستونزمنه کيږي.

۴- له زکام سره د هضمې سېسټم اغېزمن کېدل: په لويه کې عادي زکام له هضمې سېسټم سره کوم کار نه لري، خو د زکام پر مهال او يا له زکام وروسته د کانګو، اسهال او زړه بدوالي شتون يو بل خطرناک څه په ګوته کوي.

۵- د سر سخت درد: د زکام پر مهال او يا له زکام وروسته سخته سردردي د (Meningitis) نښه ده. Meningitis د عصبي سېسټم ناروغي او ستونزه ده. Meningitis له هغه پردو څخه ده چې عبصي سېسټم يې پوښلی دی، نو د زکام وروسته سخته سردردي دا مفهوم ورکوي چې د Meningitis پرده اغېزمنه شوې ده.