غزل

که اوریدئ شې دژوندون کیسه آسمانه کووم
دزړه ګیله مــــی بس یواځــــی لـــه جانانه کووم
مـــــا ورته زړه دټول بدنه ســــره واک کی ورکړو
داغ يي پرې کیښود داپوښتنه به له ځانه کووم
چاراته وئ چــــی ګریوان څیري کړه ناری ووهه
زه تـــــــحمل په چوپه خوله ډیرې حـــــیا نه کووم
چاځانله پریښووم غربت او بی وسۍ په تور کی
تـــــــسل دمـــــیني د ځوانۍ له دی بیانه کووم
چاته به څـــــــه وایم چی چا وکړله څه يي وکړل
دغــــه پوښتنی به یووخت کی له زمانه کووم
لار به يــــــي څـــــارم تر هــــغی اومنتظر به یمه
څواخیري سلګۍ دتګ لـــــه دی جهانه کووم
دخدمتګارآرمان به ورشي واربه تیروي ورنه
آرمان آرمان به يي آرمان ته لــــــه آرمانه کووم