غزل

شيــــندل مې نن په ﻻره کــــې ګلـــــونه رنګ په رنګ
مـــــنلي مـــــــې په ځان وو تهـــــــمتونه رنګ په رنګ
د ناز په خــــــوب ويــــده وم تـــر سهـــــاره په کــــــراره
را ټول مـــې وو لـــه خـوبه تعــــــبيرونه رنګ په رنګ
خــبر چـــــــې د راتلـــــو يې راتــــه وويــــل په غوږ کې
راجــــوړ مې هر کلـــــي ته کړل لفظونه رنګ په رنګ
هـــــمځولو راته ايـــښې په ﻻســــونــــو وې نکـــريزې
راوړي مــــــې بنګړيـــــــو وو تالــــــونه رنګ په رنګ
درزامې شوه په زړه کې چې مې کورپه وره کې وليد
راواوښـــــتل په سترګو مې مـــوجونه رنګ په رنګ