وټولو غيرتمنو پشتنوته دنيکمرغه اختر مبارکی وايم


اختــــــــــره ژروکه بيـان چـــــی نــن دی څــــــه راوړی
پرهرپرهر په زړه جانان چـــــی نـــــن دی څـــه راوړی

موږلاری پرش په ســــرو ګلــــونو هـــم ډيوی دامـيد
خزان وهلــــــــــــی سره ګلان چـــــی نن دی څه راوړی

توتی ويل چــــی شـــژ به راوړی دسروګلـــــو ګيډی
بياوچی شـــونډی ارغوان چـــــــی نن دی څه راوړی

نورو ته ګل موږ ته ازغــــــــی په دی دی نه پوهيږم
کړی به صـــفا راته بيان چـــــی نـــــن دی څــه راوړی

هلکونوکړلی ســترګی توری نجــــــــو سره لاسونه
شکلـــی پزاو په جهان چـــــــــی نــــن دی څه راوړی

خلګوويل لمـــــــــنځو اختر په ســــندريزو نغــــــمو
ژغ ســونا ساپه دشيـــــــــطان چی نن دی څه راوړی

زموږ په ګاونډ کــــی وجشنونه هم دســــــتورو نڅا
ليلا می غواړی سورپيزوان چی نن دی څـــه راوړی

لمره راخيږه ګران می غواړی نن دســــولی نغــمی
دالکـوزی ديوارمان چـــــی نــــــن دی څــــه راوړی
 
منان الکوزی کوټه په درناوی