
روهي (پنخه نۍ/۲۹ د لېندۍ)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين وايي چې نړۍ د اټومي جګړې شونتيا ته بايد په جدي نظر وګوري.
پوتين وايي چې د وسلو د کنټرول له يو شمېر تړونونو څخه د امريکا وتل د اټومي جګړې شونتيا زياتوي.
نوموړي خبرداری ورکړي دي چې که چېرې اټومي جګړه پيل شي، نو د پيړيو تمدن او لاس ته راوړنې به له منځه لاړې شي.
پوتين هيله ښوودلې ده چې يو ځل بيا د روسيې او لوېدېځې نړۍ سياسي او اقتصادي اړيکې سره ښې او د تېر په څېر شي.