یادونه : درنولوستونکوله بده مرغه چې په هیواددتیرناورین په جریان کې موږګڼ هیوادوال معیوب شول چې له بده مرغه زیاتې پیغلې هم په کې دوجودله غړومحرومې شوې دغه شعرهم له خوښیونه دیوې محرومې پیغلې انځوردی .
رحماني
معیوبه پیغله
زه د شهيد وطن معيوبه پېغله
زه د ښکلا د پسرليو
ماته ماته څانګه
زه د وختونو
په تېروتېرو
اغزوکې ريژيدلې غوټۍ
زه مې د خپلو ځوانو ځوانو
آرمانونو په قاتل پسې
ستومانه جينۍ
زه د زخمي ګلاب
د سرو پاڼو
همزولې وږمه
چې توپانونه
دماښام د کنډوالو په لورې
وړې يمه
زه مې د خپل
حسن
په سرولمبو کې
هر وخت سوزيدلې يمه
د بړبوکۍ په څير له ډيرو
خړو خړو مزارونو
ګرځيدلې يمه
ما د هوس په دروازه کې
د زمان په آس
د خپلو هيلو
سرې ډولۍ ته
ما ته همدغه دروازه کې
زما راغلي پېغلتوب ته
ښه راغلاست ونه ويل
زه مې دکلي
د زيړو مازديګرو
په مزه پوه نشومه
نه مې منګى په اوږه کيښود
نه ګودر ته لاړم
ما مې په تور وربل
د چا په ياد
دمينى ګلان ونه ټومبل
ما د رنګينو اخترونو
په اوږدو شپو کې
په لاس نکريزې کيښولې
زه د شهيد وطن
معيوبه پېغله
زه د ښکلا د پسرليو
ماته ماته څانګه
زه د باروتو
او لمبو په تاووکې
لويه شومه
سترګې مې ډکې له باروتو
اوپه زلفو مې
ګردونه پراته
لاس مې غوڅ شوى
پکې شرنګ شرنګ
د بنګړونشته دى
ورباندې جوړدى
پر هرونه
اوس مې خال
په اننګو نشته دى
دا چې مې سترګو
له مودو
رانجه ليدلى نه دى
ځکه خو اوس
پخپلو پڅو بڼو
زړونه د چا وړلاى نشم
وخته !!
پداسې حال کې
څنګه سپېن سترګي کوي؟
سينګار مې غواړي
معيوبه پېغله يم
هوس او سينګار نه پيژنم
له مانه پاتې
د همزولو مجلسونه دي
ورتللى نشم
١/٥/١٣٨٢
وروستي