
د افغانستان طبیعت، د کال د موسمونو تنوع، غرونو، چینو، زېرمو، کانونو، اوبو او طبیعي ښکلاګانو ته چې وګورې، نو په وطن کې نه د ژوند د تېرولو د امکاناتو کمی شته، نه د طبیعت د ښکلاګانو، بس یوازینی کمی د سولې دی او دغه کمی به هم که د خدای کول ډېر ژر پوره شي، ځکه ولسمشر غني سوله خپل مهم لومړیتوب بولي او تر دې مهاله یې په دې برخه کې کافي پرمختګونه کړي.
که په افغانستان کې د تروریزم شر او بدمرغه جنګ پایته ورسېد او سوله راغله، نو زموږ د خلکو هیلې او د وطن ښکلاګانې به ورسره وغوږېږي. بیا به نو د اوس په څېر د ژوند د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره د بهرنیو بسپنو ته اړتیا نه وي، بیا نو موږ د خپل طبیعت له زېرمو اوښکلاګانو هم دومره عاید ترلاسه کولی شو چې باعزته او هوسا ژوند ورباندې وکړو.
وطن ته د سولې او امن له راتګ وروسته به د تېر په څېر یو ځل بیا افغانستان ته د نړیوالو ګرځنډویانو او سیلانیانو پام راواوړي او له دې لارې به افغانستان د کال میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي، ځکه د افغانستان طبیعت د توریزم د ودې ډیره مهمه منبع ده.
په بامیانو کې د بند امیر ، د بدخشان شېوې، د پکتیا ځاځي میدان ، ځاځي اریوب، نورستان، کنړ، پکتیکا، سالنګونه او د هیواد هر ولایت د طبیعي ښکلا پرېمانه منظرې لري. داسې منظرې چې په سیمه او نړۍ کې یې ساری کم پیدا کېږي.
تېر کال ولسمشر غني د توریزم په اړه جوړ شوي کنفرانس ته د وینا پرمهال وویل: ”زموږ د هیواد ولاړې اوبه او سیندونه د توریزم بې پایه جاذبې لري. د هندوکش په شمال کې د خالدار ماهي ښکار که ښه مدیریت شي، د ښکار د توریزم یوه عظیمه منبع ده. موږ د ښکار عظیم فرهنګ لرو. په دې سیمه کې د بهرام ګور له کیسو رانیولې د خوشحال خټک تر لیکنو پورې د ښکار په باره کې ډیرې خاطرې او تجربې خوندي دي.
تاسې د غزني اجرستان ته لاړ شئ، هلته په څپاند سین کې د آبي سپورت داسې امکان شته چې د دنیا د آبي سپورتونو له بهترینو ځایونو سره مقایسه کیدای شي.“
د افغانستان د اوبو زیرمې د سپورټ، د ښکار، د ښکلا او د طبابت له نظره زموږ بهترینې توریستي جاذبې دي. افغانستان د تودو اوبو ډیرې زیاتې چینې لري چې مثال یې په دنیا کې کم دی. دغه راز، زموږ غرونه د سیلانیانو د جذب لپاره ډیر مساعد دي. د افغانستان غرونه د جګوالي له نظره په دنیا کې کم نظیره دي. د دغو غرونو اکثرو څوکو ته هیڅ خارجي توریستان نه دي ورختلي او د شرایطو په برابرېدو سره به ډیر سیلانیان ورته راشي.
د افغانستان غرونه د ژمني سپورت بهترین ځایونه لري. زموږ غرونه جګ دي او تر ډیرو پورې واوره ساتي. بل پلو زموږ خلک زحمت کشه دي، د لاس په خوارۍ او مزدورۍ هم خپل ځان چلوي. پخوا هم حکومتونو ولسونو ته څه نه دي کړي. یوازې امن یې راوستی و، کار او روزګار له پولې اوپټي چلېده.
لنډه دا چې په وطن کې یوازې د سولې کمی دی او که خدای سوله راوسته بیا به نو په وطن کې د ژوند او طبیعت د ښکلاګانو پرېماني لا زیاته شي.