
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې ورستیو کې د افغان سولې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي. نوموړي د دې لپاره د سیمې بېلابېلو هیوادونو ته له سفرونو وروسته له طالبانو سره مخامخ خپل مذاکرات پیل کړي. امریکا بالاخره دې پایلې ته ورسېده چې د افغان سولې لپاره سیاسي او سوله ییزه حل لاره پیدا کړي.
دافغانستان جمهور ریئس محمد اشرف غني هم دسولې د راوستلو لپاره ځانګړې مرکچي پلاوی جوړ کړی. ولسمشرغني د خلیلزاد هڅې په سوله کې وستایلې خو ولسمشر غواړي چې له طالبانو سره به رسمي خبرې افغان مرکچي پلاوی وکړي او د امریکا متحده ایالات او نور نړیوال به یوازې د مذاکرې لپاره زمینه برابروي او دوی به د دغه بهیر څارنه کوي.
د افغان حکومت د مذاکرې پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی او په همدې موخه ابوظبۍ ته تللی دی. حکومت غواړي چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات مخامخ او د ولس په مشوره ترسره شي، ځکه ولسمشر غني همېشه ولس ته دا ډاډ ورکړی چې د سولې په اړه هیڅ ډول معامله نه کېدونکې او نه هم ورته د منلو وړ ده او ولس به ګام په ګام د سولې د مذاکراتو له پایلو څخه خبرېږي.
زلمي خلیل زاد په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره کتلي او د افغان سولې په هکله یې خبرې ورسره کړې.چې په دې غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي امارتو استازو هم ګډون کړی وو،د یادو هیوادونو استازو هم له طالبانو په افغانستان کې د سولې غوښتنه وکړه چې له جنګ لاس واخلي او د سولې لاره اختیار کړي.
ښاغلي خلیلزاد د پاکستان له استازي وغوښتل چې دا ځل به شوې خبرې افغان حکومت او بهرنیو ته په عمل کې ښایي، پاکستان د افغان په سوله کې تل له افغانانو او بهرنیو سره وعدې کړي چې په افغانستان کې به سوله او امن راولو او ترهګریزو بریدونو مخه به نیسو.خو په عمل سره هر څه برعکس کوي. سره له دې چې پاکستان د همکارۍ ژمنې کوي، مګر لا یې هم پر ژمنو څوک باور نه کوي. پاکستان باید خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.
د سولې په برخه کې د پاکستان رول ځکه مهم دی چې لا هم د طالبانو زیاتره مشران په پاکستان کې دي او طالبانو ته ټول جنګي وسایل، روزنه او تجهیزات د پاکستان له لوري ورکول کېږي، نو په لومړي ګام کې پاکستان باید د هغوی له ملاتړ او تمویل څخه لاس واخلي او په دویم قدم کې یې د سولې مذاکراتو ته راضي کړي او که نه راضي کېږي، نو له خپلې خاورې دې وباسي. پاکستان دا ځل مجبوره دی چې په افغان سوله کې همکاري وکړي، ځکه د امریکا له لوري ورباندې راغلی فشار د پاکستان د وس او زغم نه دی، نو دوی به حتماً په طالبانو فشار راوړي او سولې ته به یې کېنوي.
نړۍ والو هم د افغانستان په ناامنۍ اندېښنه ښودلې او طالبانو نه یې وغوښتل چې جنګ د ستونزې حل لاره نده. له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنئ او مخامخ شته ستونزې ورپه ګوته کړئ،او خپلې غوښتنې ورته وښایئ. افغان حکومت د سولې تږی دی او ستاسو هر غوښتنه به ومني. حکومت د ولس په رایه او انتخاب رامنځته شوی او د ولس هیلې ته په درناوي چې سوله ده تل سولې ته چمتو دی.