د حکومت د سولې د مذاکراتو طرحه

د روان کال د نومبر په وروستیو کې د سویس په جنیوا کې د افغانستان په اړه مهم بین المللي کنفرانس جوړ شو. کنفرانس د افغانستان د انکشاف، سولې او خودکفایۍ پر موضوعاتو ورټول وو. په دغه کنفرانس کې افغان حکومت د تحول لسیزې د لومړۍ نیمایي د شته ننګونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز راپور وړاندې کړ.

د دې ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جنیوا کنفرانس کې د وینا پرمهال خپله د سولې طرحه هم وړاندې کړه هغه وویل: ”خوشاله یم تاسو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خپله هغه طرحه شریکه کړم چې په تېرو اتو میاشتو کې د خلکو د مشورو او ناستو پر بنسټ جوړه شوی. موږ سولې لپاره ضروري کمېټې او میکانیزمونه جوړ کړي، چې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو. موږ د سولې پروسې بل فصل ته د حرکت په حال کې یوو. لاندې ټکو ته په پام وړاندیز کوو چې طالبان دې د ټولشمولې او ولسواکې ټولنې برخه وګرځي:
د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو (په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛

د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛

له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛

هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.“

جمهور رئیس غني په تېرو اتو میاشتو کې په کابل او د ولایتي سفرونو پرمهال د ښځو په ګډون د هېواد ټولو اقشارو سره بېلابېلو کتنو او مشورتي ناستو ته په اشارې وویل: ” سوله داسې راځي، چې ټول خلک پکې شامل وي، نه يواځې نخبه‌ګان. درې مشترک ټکي ما له خلکو واورېدل:
د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون په اهمیت او اعتبار اجماع
نړیوالې ټولنې سره زموږ اساسي شراکت
د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید افغان حکومت سره وي
موږ له همدغو ټکو سره د سولې مذاکراتو ته ځو.

د دې مشورو په پایله کې، موږ د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس سلام رحیمي په مشرۍ د مذاکراتو یو ۱۲ کسیزه ټیم چې په هغه کې ښځې هم شاملې دي جوړ کړی. موږ همدارنګه یو متنوع مشورتي بورډ جوړ کړی، چې د سولې په مذاکراتو کې موږ ته مشورې راکړي.

د سولې عالي شورا به په خپل تشکیل بیا کتنه کوي چې د سولې له هوکړې وروسته سناریو ګانو باندې تمرکز وکړي.

په پسرلي کې د سولې د مذکراتو د بریالیتوب لپاره د جمهوري ریاست ټاکنې اړینې دي. افغانان یو منتخب حکومت ته اړتیا لري چې د سولې هوکړه تصویب او عملي کړي او د ټولنیزې پخلاینې رهبري وکړي. دا پروسه لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا لري، چې شپږ میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته وروګرځي او بې ځایه شوي بېرته په ځای شي. د اعتماد جوړونې لپاره اقدامات به په لومړي کال کې کېږي. د سولې مذاکراتو لپاره زموږ وړاندیز پرته له کوم قید او شرط څخه دی، خو د سولې لپاره شرایط لرو“.

ولسمشر غني د دغې طرحې په وړاندې کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې افغان حکومت سولې ته ژمن او د مذاکراتو لپاره اراده او برنامه لري او هر څه به د دغې برنامې له مخې ترسره کېږي. سوله به راځي. د سولې مذاکرات به جریان لري، مګر د حکومت او په لویه کې د ژوند څرخ به هم تاوېږي. انکشافي کارونه به لاچټکېږي. ټاکنې به ترسره کېږي، کډوال به راستنېږي او ټولې ستونزې به ورسره هوارېږي.