د پاکستان همکاري لا هم شکمنه ده

د روان کال د ډیسمبر په ۱۵ د افغانستان په کوربه توب د افغانستان په ګډون د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه درې اړخیزه غونډه پلازمېنه کابل کې تر سره شوه. دغه غونډه ترهګرو سره پرګډه مبارزه،د سیمې پراقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو متمرکزه وه.

په دې وروستیو کې د چین هڅې د افغان په سوله کې ګړندۍ شوې دي،د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې چي له افغان ولسمشر سره د سولې په راوستلو کې د خپل هیواد پر همکاریو ټینګار وکړ.او له ولسمشر سره یې دا وعده وکړه چې چین به د افغان په سوله کې له افغانانو سره پوره مرسته وکړي. نوموړي ولسمشر ته د دې ډاډ هم ورکړ چې پاکستان به دېته وهڅوي چې له هغه نفوذ په استفادې چې په طالبانو یې لري د افغان سولې لپاره استفاده وکړي او په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

عملي باور دادی چې پاکستان طالبانو ته مو پټنځایونه ورکړي، ملاتړ یې کوي او د افغانستان په لمسون یې روزي او پر خلاف یې جنګوي. په دې اړه افغان حکومت وخت پر وخت د خپل اعتراض غږ پورته کړی دی او تر ډېره یې نتیجه هم ورکړې ځکه د همدغو اعتراضونو له امله نن سبا پاکستان تر نړیوال سخت فشار لاندې دی.

د امریکا متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې پر پاکستان له دې امله فشار زیات کړی دی چې له دغو کارونو لاس واخيئ او افغانستان ته د یو ښه ګاونډي په سترګه وګورئ،او د ترهګرۍ د پالنې او په افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو د ترسره کېدو پرځای باید په افغان سوله کې همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې پاکستان د اړتیا په وخت کې تل د افغانستان څنګ ته درېدلی دی او لابه هم ودرېږي.د افغانستان په خوشحالۍ کې د ټولو خوشحالي نغښتې ده، مګر د پاکستان دغه خبرې او دا ډول څرګندونې د هیچا زړه ته ، ځکه نه لوېږي چې دوی په ځلونو دغسې خبرې او ژمنې کړي، مګر هیڅ وخت یې هم عمل نه دی ورباندې کړی.

چین چې د افغانستان نږدې دوست دی له طالبانو یې وغوښتل له افغانانو سره باید د سولې خبرو ته کېني،او د سولې بهیر ته مخ راواړوي تر څو ټول نړیوال هم په دې پوه شي چې د افغانستان ریښتینی دښمن او دوست طالب دی که پاکستان.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یاده غونډه کې وویل چې دافغان په جګړه کې پاکستان کوم لاس نه لري. دی وايي چې د پاکستان هم لویه هیله داده چې افغانستان کې تل پاتې سوله راشي،او افغانستان په خپلو پښو ودرېږي. او له نړۍ والو یې وغوښتل چې په افغان جګره کې ټولې ښکېلې ډلې دې ته وهڅوي چې خپل منځ کې سوله وکړي،تر څو په افغانستان کې ترهګریز بریدونو مخه ونیول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه چې بېرته دوه اړخیزې سوداګري پراخه کړي. هغه وویل، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري چې ۲،۵میلونه ډالرو ته رسېده اوس یې کچه ډېره راښکته شوې ده.او پاکستان دې ته تیار دی چې دغه سوداګري بېرته زیاته شي.

مګر افغانانو ته په اوسنیو شرایطو کې تر سوداګرۍ سوله زیات لومړیتوب لري او سولې ته زیات ور نږدې شوي هم دي، خو که پاکستان صادقانه همکاري وکړي اویا حداقل له شرارته لاس واخلي، نو افغانان دا وړتیا لري چې تر راتلونکي پسرلي پورې له طالبانو سره د سولې په اړه نتیجې ته ورسېږي.