جمهور رئیس غني د پنجشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د لاجوردو لارې د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: څلور کاله وړاندې به یې په دې ګواښلو چې که موږ لارې درباندې وتړو، نو د خوړو لپاره به څه ونه لرئ، مګر نن موږ له یوې لارې پورې محدود نه یوو، له نړۍ سره وصل یوو.
د نوموړي اشاره پاکستان ته وه، ځکه پاکستان لسګونه کاله موږ له دې خوږ ګوتې نیولي وو چې یا به یې په کراچۍ بندر کې د افغان تاجرانو مالونه لوړ کړل، یا به یې د تعرفې ستونزې ایجاد کړې، یا به یې بې موجبه د افغان تاجرانو په مالونو بار لارې ودرولې. د پاکستان د دغونادودو له امله زموږ تاجرانو هر ځل په میلیونونو افغانۍ تاوان لیدلی، ځورېدلي، مالونه یې پر وخت نه دي رسېدلي، خراب شوي او داسې نورې ناخوالې یې ګاللې دي، ځکه پاکستان له دغې اقتصادي او ترانزیتي لارې څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه استفاده کوله. پاکستان لکه څنګه چې د ښه ګاونډیتوب اصول نه مراعتوي، نو همداسې یې د ترانزیت او اقتصادي تفاهم لیکونو اصول او مقررات هم تر پښو لاندې کول.
مګر له هغې ورځې چې ولسمشر غني واک ته ورسېد، نو د پاکستان د دغه فشار د ختمولو لپاره یې د افغانستان د ترانزیت پراختیا او پر یو هیواد د اتکا ختمولو باندې تمرکز وکړ، په دې اړه د منځنۍ اسیا هیوادونو سره په مذاکراتو کې افغانستان بالاخره د ترانزیتي لارو او اورګاډي پټلیو توافق ته ورسېد او عملاً په دې برخه کې کار پیل شو، چې اقینه بندر او د اورګاډي پټلۍ، چابهار بندر او لاجورد لار یې عملي بېلګې دي.
د ولسمشر غني په وینا، له دې وروسته موږ نه څوک د لویو لارو په تړلو تهدیدولی شي او نه هم موږ د پرون غوندې یوازې په یوه یا دوه ترانزیتي لارو پورې محدود یوو، مګر دا په دې مانا نه ده چې موږ پخوانۍ لارې تړو، بلکې هغو لارو ته به لا وسعت ورکوو، ځکه پاکستان منځنۍ اسیا ته د همدغو لارو له طریقه خپل اموال رسولی شي، خو په بدل کې به یې افغانستان ته مالیه ورکوي.
مګر افغانستان به په دې برخه کې د پاکستان غوندې ناغېړی نه کوي او نه به هم له دغې لارې د نیمه سیاسي فشار وسیلې په توګه استفاده کوي، ځکه افغانستان د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې تل د ښه ګاونډیتوب اصولو ته درناوی لرلی او له خپلو ټولو ګاونډیو او نړۍ سره یې پر ملي ګټو ولاړې دوستانه اړیکې او مناسبات پاللي دي. پاکستان چې په دې برخه کې اصولو ته چندان درناوی نه لري، نو له امله یې ورځ تر بلې د سیمې او نړۍ په کچه منزوي کېږي او له همدې امله نن سبا پاکستان له سیاسي پلوه منزوي شوی او له اقتصادي پلوه هم په ناوړه حالت کې قرار لري.
تر هغو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل چلند بدل نه کړي، د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي، د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات نه کړي او د افراطیت له پاللو لاس په سر نشي، نو امکان شته چې پاکستان له دې سختې او بدې ورځې هم وویني. په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر چا پاکستان د افغانستان ثبات ته زیاته اړتیا لري، ځکه پاکستان چې په دې وروستیو کې د انرژۍ او ګاز له قلت سره مخ شوی او اکثره فابریکې یې یا تړلي او یا هم له کاره لوېدلي او منځنۍ اسیا ته د مالونو د لېږد لاره یې هم په مخ تړلې، نو د دغو ټولو ستونزو د ختمولو لپاره باید له افغانستان سره د دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي.
وروستي