
په افغانستان خصوصاً حکومتي ادارو کې نسلي بدلون اوس تر بل هر وخت زیات محسوس دی او دغه بدلون به که خدای کول لا نور هم ځان را څرګند کړ، مګر دا هر څه تصادفي او موسمي نه دي، بلکې دا د یو منظم پلان ، ارزونې او محاسبې له مخې مخته ځي.
د دغه نسلي بدلون تر شا د هیواد د جمهور رئیس عالي فکر او تینګ ملاتړ موجود دی، ځکه هغه په دې باور دی چې جنګ ځپلی افغانستان همدغه نسلي بدلون له اوسنیو ستونزو څخه اېستلی شي، ځکه چې له یوې خوا زموږ د نفوس زیاته برخه ځوانان تشکیلوي او تر دې لا مهمه داده چې زموږ ځوانان د بین المللي ټولنې مسلکي پوهه او تجربې له ځانه سره لري.
دوی په ډلو او ټپلو نه دي وېشل شوي او نه هم له چا سره په بدبینیو اخته دي، دوی یوازې او یوازې د وطن د ابادۍ او د ولس د هوساینې فکر لري، مګر دا فکر ارماني او خیالي فکر نه دی، بلکې دا په پوهه او تجربو ولاړ فکر دی چې که دغو ځوانانو ته فرصت، واک، امکانات او مسوولیت ور وسپارل شي، نو باور دی چې په ښه توګه خپل دغه عالي او ملي فکر ته ځانونه رسولی شي.
جمهور رئیس غني دغه نسلي بدلون ته په اشارې په جنیوا کنفرانس کې وویل: ”ما یو نسلي بدلون مشاهده کړ. د هېواد په ټولو برخو کې د حکومت شکل په بشپړ ډول بدل شوی. زه پدې عقیده یم چې دا نسل، په ځانګړې توګه ښځې، به ځان زموږ د معاصر تاریخ تر ټولو تاثیر لرونکی او ښه نسل په حیث ثابت کړي.“
پخوا ستونزه دا وه چې د ښځو او ځوانانو رول ته په کمه سترګه کتل کېدل او د دوی له ظرفیتونو څخه موثرې استفادې ته د مسوولینو له لوري هیڅ پاملرنه نه کېدله. واک، څوکۍ او منصبونه به د سیاسي ، قومي او جغرافیوي ونډ په حساب وېشل کېدل، چې د دغه حساب په اساس به ونډه وال ورځ تر بلې چاغېدل، مګر وطن او ولس بحران ته تلو او همدغه لامل دی چې نږدې سل کاله کېږي موږ د پرمختګ مخ نه دی لیدلی او ځای پرځای ولاړ پاتې یوو.
ولسمشر غني همدغسې ستونزې ته په اشارې په جنیوا کنفرانس کې وویل: ”افغانستان تل خپل اکثریت، ښځې او ځوانان، په عامه او سیاسي چوکاټونو کې د لږکیو په شکل ساتلي. مګر اوس دا د منلو وړ نه ده، ځکه اوس موږ سیاسي اراده لرو، ښځې او ځوانان صحنې ته را مخکې شوي او د رهبریت داسې موقفونه یې نیولي چې هېڅکله مخکې دا موقفونه نه وو. موږ اوس په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځینه ښاروالانې، د ولایتونو مرستیالانې او ولسوالانې لرو. په وردګوولایت کې د ولایتي شورا ټول رهبري غړي ښځې دي. موږ د افغانو ښځو په رهبرۍ ویاړو چې په ټولنه او سیاست کې یې خپل حقیقي ځای تر لاسه کړی. د ښځو برخلیک زموږ د هېواد پر روان او راتلونکي مسیر ستر اغېز لري.“
ښځې او ځوانان د هیواد نفوس مطلق اکثریت تشکیلوي او تر هغو چې دغه مهم قشر او لوی مسلکي او کاري کتلې ته اساسي پام ونشي او د دوی له ظرفیتونو څخه د هیواد په ابادۍ کې ګټه وانخیستل شي، نو سخته به وي چې له دوی پرته دې موږ جنګ ځپلی افغانستان د نړۍ د پرمختګ کاروان ته ور ملګری کړای شو.