
روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د وحید صیادي ناصري په نوم يو ارياني سياسي فعال په زندان کې په پر له پسې ډول د نه خوړو اعتصاب وکړ او تېره ورځ ومړ.
وحید صیادي ناصري د ايران، قُم ښار په یوه زندان کې اچول شوی وو چې د غذايي اعصتاب وروسته يې ژوند له لاسه ورکړ.
د ايران حکومت وحید صیادي ناصري درې کالونه وړاندې ځکه نېولی وو، چې په ټولينزو رسنيو کې سياسي فعاليتونه تر سره کول او د ايران حکومت د ځان په زيان بلل.
وحید صیادي ناصري په اته کاله بند محکوم شوی وو خو له درې کلن بند وروسته يې سا ورکړه.