سوله د ولس او ولسمشر مهم لومړیتوب

ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې سولې ته کار ویلی او په مراتبو یې ویلي چې پر افغانستان تحمیل شوی جنګ نه زموږ دی او نه هم دغه جنګ د زور له لارې ګتل کېږي. د دې ترڅنګ یې وسله والو افغان طالبانو ته تل د سولې بلنه ورکړې.
د سولې په برخه کې چې ولسمشر غني تراوسه څومره نرمښت ښودلی د افغانستان په تاریخ کې به یې ساری ونه لیدل شي، حتی د کابل پروسې په ناسته کې چې سږ پسرلی په کابل کې جوړه شوه، ولسمشر غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې بلنه ورکړه او هغوی ته یې دا هم وویل چې د سیاسي ګوند په توګه به وپېژندل شي او له اوربند وروسته به په ټولو مسایلو ورسره بحث وشي او هغوی چې چېرې غواړي حکومت ورسره خبرو ته چمتو دی خو د هیواد په داخل کې یې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ترسره کول لا ګټور وبلل.
 
د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند اعلان او د لوی اختر په ورځو کې د مشروط اوربند اعلان د ولسمشر غني جرئت، صداقت او هغه سیاسي اراده ټولو ته په ډاګه کړه چې په هیواد کې یې د تلپاتې سولې د تامین لپاره لري.
 
ولسمشر غني سوله د ولس اساسي غوښتنه بولي او دغې غوښتنې ته ځان رسول د حکومت مهم مسوولیت او مکلفیت ګڼي. هغه وایي حکومت له کوم قید او شرط پرته تل او په هر ځای کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دی، ځکه افغانان هم په خپلو کې په خبره سره پوهېږي، هم د یو بل ستونزې درک کولی شي او هم د مذاکراتو ظرفیت او مهارت لري، له حزب اسلامي سره د دولت د سولې بریالي مذاکرات یې غوره بېلګه ده.
 
د سولې په اړه د ولسمشر غني تمرکز لا هم نه دی کم شوی او د ولسمشر غني د همدغه تمرکز او ځانګړې پاملرنې له برکته په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د افغان سولې په اړه دریځونو مثبت بدلون وموند، د تلپاتې سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوه او نن سبا چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو استازی زلمی خلیلزاد په دې برخه کې کومې هلې ځلې کوي دا ټول د ولسمشر غني د څلور کلنو برنامو، هڅو او لاسته راوړنو له برکته دي، ځکه افغان ولسمشر د سولې لپاره هم ذهنیت اماده کړی، هم یې فضا اماده کړې، هم یې د ولسونو او بېلابېلو اقشارو د استازو سلا او مشورې په دې برخه کې اخیستي او هم یې د دوی اندېښنې ځواب کړې دي.
 
افغانان د ولسمشر غني د هڅو له برکته تر بل هر وخت سولې ته زیات نږدې شوي دي او باور دی چې که خدای ته منظوره وه په هیواد کې به تلپاتې سوله راشي، مګر اساسي شرط دادی چې پاکستان د طالبانو له لمسون لاس واخلي، امریکا ورباندې فشار ډېر کړي، یا دې په سوله کې همکاري وکړي او یا دې حداقل له وراني لاس لنډ کړي.
 
د کوچني اختر د اوربند پایلو داسې وښوده چې د عامو افغانانو غوندې طالبان هم نور له جنګونو او وژنو ستړي دي او هغوی هم غواړي چې بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي، مګر دا کار باید د یو منظم سیستم، عملي پروګرام او تړون په اساس وشي، ترڅو خدای مکړه له دې څخه شخصي مسایل او کورني بحرانونه ایجاد نشي.