افغانستان لا هم یوه قبیلوي ټولنه ده، داسې ټولنه چې ښځې په کې په سختۍ له خپلو کورنیو څخه د زده کړو او کار اجازه ترلاسه کوي، ځکه دلته لا هم کورنۍ د خپلو لوڼو خوندیتوب ته په اندېښنه کې دي، مګر د ورزشکارو نجونو د جنسي ځورونې هغه تورونه چې په دې وروستیو کې یو شمېر بین المللي رسنیو خپاره کړل واقعاً ټکان ورکوونکي وو، ځکه یې نو ولسمشر غني په اړه جدي غبرګون وښود او د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو ته یې په هغه اړه د جدي او هر اړخیزو څېړنو امر وکړ.
دغه ډول تورونه د افغانستان او افغاني ټولنې لپاره څو اړخیز زیانونه لرلی شي، لومړی دا چې د کورنیو له لوري پر ښځو د زده کړې او کار قوانین لا سختېدلی شي او اکثره کورنۍ به په اسانه دېته زړه ښه نه کړي چې خپلې لوڼې له کوره دباندې پرېږدي چې دا په حقیقت کې د افغانستان لپاره لوی زیان دی، ځکه زموږ د وجود نیمایي برخه به همدغسې فلج پاتې شي او د دوی له تحرک مه واره به موږ د تل په څېر نیمګړي وو.
دویم زیان یې دادی چې د افراطیت او تشدد رېښې به خدای مکړه لا زموږ په ټولنه کې وده وکړي، ځکه د دغه فکر لارویانو او پلویانو ته به په اسانۍ د خپلو ورانکارو او افراطي فعالیتونو پلمه په لاس ورشي.
دریم، دا یوه حیثیتي مسله ده، د افغانستان په څېر اسلام پاله او دودپاله ټولنه کې دغه ډول تورونه د ښځو په اړه ډېرې بدې پایلې لرلی او بدګومانۍ زیاتولی شي، نو د دې لپاره دا ډېره حتمي ده چې دغه لګول شوي تورونه په ډېر دقت وارزول شي او عاملین د قانون په رڼا کې سخت مجازات شي، لکه ولسمشر غني چې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د افغان ښځو په اړه دغه ډول تورونه په هیڅ ډول د زغملو وړ نه دي او که چېرې تثبیت شول، نو عاملینو ته به یې له کوم نرمښت او بښنې مه واره سخته سزا ورکړل شي.
د دغو تورونو بل زیان په خپله ښځو ته دی، ځکه چې دوی د خوندیتوب احساس نه کوي او کله چې دوی خوندي نه وي نو نه به زده کړو ته زړه ښه کړي او نه هم کار ته او که یې ښه هم کړي، نو پایلې به یې چندان موثرې نه وي، ځکه زده کړې او کار تر هر څه لومړی مناسب او خوندي چاپیریال ته اړتیا لري.
جمهور رئیس غني د افغاني ښځو په حق کې دغه ډول تورونه چې د هیواد او ټولنې لپاره یې بېدرېغه قربانۍ ورکړي او لا یې هم ورکوي ظلم بولي. هغه وایي هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې د افغان ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي او داسې عمل لاس پورې کړي چې خدای مه کړه د دوی حیثیت په کې متضرر شي. افغان ولسمشر د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی جرم وباله او مجرمنیو ته یې د سختې جزا ورکولو خبرداری ورکړ.
د هیواد جمهور رئیس په ډېر ټینګار سره وویل، د کورنیو ډاډ او د ښځو مصونیت ته باید جدي پام وشي او په دې برخه کې هیڅ ډول نرمښت او بخشش د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه، موږ اسلامي او افغاني ټولنه یوو، زموږ اصول او د ژوند چارې له اسلامي لارښوونو او ملي ارزښتونو سرچینه اخلي او زموږ په اسلامي او ملي ارزښتونو کې هیڅ داسې کړنې ته اجازه نشته چې د ښځې حیثیت او شخصیت ته په کې ذره زیان ورسېږي، نو له دې امله باید ښځو ته بشپړ درناوی وشي.
وروستي