
د جګړې په کلونو کې او په ځانګړي ډول د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په دیارلس کالو کې په افغانستان کې فساد دومره وده وکړه چې بالاخره د ترهګرۍ غوندې د افغانستان لپاره په ستر ګواښ او خطر بدل شو، له دغه بنسټیز شوي خطر او ګواښ سره مبارزه ساده او اسانه نه وه، ځکه د امکاناتو، کدرونو او ټینګې ارادې ترڅنګ یې امکاناتو ته هم اړتیا لرله، مګر د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت په تېرو څلورو کالو کې د فساد ضد مبارزې په برخه کې داسې لویې لاسته راوړنې لري چې ان په نړیواله کچه یې وړاندې کولی او ورباندې بحث کېدلی شي.
جمهور رئیس غني جنیوا کنفرانس ته د وینا پرمهال وویل: ”کله چې موږ قدرت ته راغلو، فساد استثنا نه، بلکې ډېر عام وو، رشوت اخیستل او سو استفاده عادي وه، او اداري پروسې نه ثبتېدې، په عدلي او قضايي سکتور کې د قانون د حاکمیت او د اعتماد نشتوالی د دې لامل شو چې پر عدلي او قضايي سکتور د خلکو باور لږ شي.“
په ټولنه او خصوصاً دولتي ادارو کې د فساد شتون نه یوازې د خدماتو پروسه پڅه کړې وه، بلکې هره ورځ یې د عام ولس وینې زبېښلې، د دوی کارونه هغسې باید ترسره شوي وای نه ترسره کېدل، د عادي چارو او خدماتو په بدل کې له خلکو څخه بډې او پیسې غوښتل کېدې او حکومتي ادارې د سوداګرۍ او ناروا پیسو د ترلاسه کولو په دوکانونو بدلې شوې وې.
جمهور رئیس غني وایي: ”۲۰۱۷ کال کې د فساد پر وړاندې ملي ستراتېژۍ له پرانېستې وروسته موږ نږدې خپل نیمايي ټاکل شویو اهدافو ته رسیدلي یوو، تر څو د فساد پر وړاندې مبارزه مو لا ګړندۍ شي، نوي اهداف مو ځان ته ټاکلي. نن موږ د لوړ رتبه دولتي کارمندانو په شمول فاسدین محاکمه کوو، موږ بې ساري اقدامات تر سره کړي تر څو په ولایاتو کې ښځو ته انصاف ورسېږي، موږ عدلي او قضايي سکتور په بشپړ ډول پاک کړی، او دا مو یقیني کړې چې د فساد پر وړاندې زغم نشته.“
موږ ولیدل چې په تېرو څلورو کالو کې د وزیرانو، جنرالانو او لوړ پوړو دولتي مقاماتو په کچه په فساد کې ښکېل کسان محاکمه او زندانیان شول. د معافیت سیستم له منځه تللی او د فساد پر ضد حساسیت دومره زیات شوی چې هیڅوک هم په کې مبرا او استثنا نه دي.
افغان ولسمشر وایي: ”د فساد ستونزه سیستماتیکه وه، فلهذا د حل لاره یې هم باید سیستماتیکه وی. په تېرو پنځو کلونو کې موږ د فساد پر وړاندې د نه زغم فرهنګ مروج کړی او د سیاسي ارادې په وسیله مو داسې میکانېزمونه رامنځته کړي، تر څو فساد علني شي. ایا دا داسې معنا ورکوي چې موږ فساد له منځه وړی؟ بالکل نه. موږ غواړو چې مبارزه چټکه شي، خو اساسي بدلونونه په بېړه نه راځي.“
په دې کې شک نشته چې لا هم فساد نه یوازې له منځه نه دی تللی، بلکې په زیاته پیمانه موجود دی، مګر حد اقل اوس دومره درک شوې چې د رهبرۍ په کچه د فساد پر ضد ټینګه اراده موجوده ده او د همدغې ارادې له برکته به د فساد بدمرغه پدیده له ادارو او ټولنې ورکه شي.
جمهور رئیس غني د بېلابېلو هیوادونو او بین المللي بنسټونو استازو ته په وینا کې وویل: ”موږ همدا سیستماتیک روش پر حکومتولۍ هم عملي کړی، د کلیو څخه نېولي ان تر جمهوري ریاست پورې د دولت هېڅ اداره له دې څخه استثنا نه ده. د جمهوري ریاست په کچه موږ څو عالي شوراګانې جوړې کړي چې دې شوراګانو کې مدني ټولنې او خصوصي سکتور هم غړیتوب لري، تر څو د حکومت په پالیسي جوړونه کې خپل نظر ورکړي.“
د فساد ضد روانه مبارزه به هغه مهال لا موثره شي چې د ټولنې بېلابېل اقشار او بنسټونه په دې برخه کې خپله همغږي او همکاري له دولت سره شریکه کړي، ځکه د پراخ فساد له منځه وړلو لپاره به حکومت هم په یوازې ځان بې وسه وي، په دې برخه کې د ولسونو او خلکو رول نهایت مهم دی او باور دی چې دوی به د فساد په مخنیوي کې خپل رول ادا کړي.