
افغانستان تر ډېره قبیلوي ټولنه ده او تر دې مهاله یې د حکومتولۍ سیستم هم په قبیلوي فکر پایېده چې له بده مرغه مشران او ځوان کدرونه په کې تل له پامه لوېدلي وو، یواې په عمر پخو او مشرانو ته به په کې له کوم ټاکلي ارزښت او معیار پرته پام کېده.
له همدې امله افغانستان په اوږدو کلونو کې پام وړ بدلون ونه کړ، ځکه چې دلته نه یوازې تحول او بدلون ته کار نه کېده، بلکې برعکس د بدلون پر وړاندې یو ډول مقاومت موجود و، مګر ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې دغه مقاومت او قبیلوي فکر مات کړ او لکه څنګه یې چې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې ځوانانو ته به زیاته پاملرنه وکړي، نو د حکومت په مهمو څوکیو کې یې ځوانان د دوی وړتیاو ته په پام په بېلابېلو دندو وګومارل.
په تېرو څلورو کالو کې موږ ولیدل چې ډېر مهم پوستونه او مقامونه عملاً ځوانانو ته وسپارل شول. ځوانانو ته کاري زمینې زیاتې شوې، پر دوی تر بل هر وخت زیات باور وشو، د دوی نظریاتو ته ارزښت ورکړل شو او د مسوولیت ترڅنګ بشپړ صلاحیت هم ور وسپارل شو.
جمهور رئیس غني په جنیوا کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل: ”موږ د یو بې سابقې نسلي بدلون شاهدان یوو. موږ په هیله مندۍ او خوشبینۍ ګورو چې د نوي نسل ښځې او سړي په حکومت، ټولنې او سیاسي رهبرۍ او مدیریت کې خپل اصلي ځای اشغالوي. دا امتیاز دوی ته ورکړل شوی نه دی، بلکې دوی خپله پاڅېدلي او خپل ځای یې نیولی.“
ولسمشر غني په وضاحت سره وویل: ”دا نسل تر پخوانیو نسلونو ډېرې زدهکړې لري او په ټولنیزو چارو کې فعال دی، دوی له ځان سره نوی لید راوړی او هغه نسل دی چې په جګړه کې زېږېدلي او په جګړه کې لوی شوي او چمتو دی چې پر خپلې رهبرۍ موږ له دې ناورینه وباسي او خپلې خاورې ته سوله او سوکالي راوړي. په داسې حال کې چې پخواني سیاسي نخبه ګانو د فردمحورۍ او وېرې پر بنسټ قدرت انحصارولو، دغه نوی نسل داسې سیاسي اقلیم راوستل غواړي چې د پایدار ثبات باعث شي—داسې ثبات چې د ځواکمنو نهادونو، عامه خدمت او دیموکراتیکې حسابدهۍ او شفافیت له لارې تضمین شي. دا انساني اصلاحات دي چې موږ راوستي.“
افغان ځوانان چې له کوچنیو سیاسي، سلیقوي او بېلابېلو سلیقو ور اخوا یوازې د هیواد د ابادۍ او د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په دقت او قوت کار کوي، دوی زړې تربګنۍ، عقدې او زړې ایدیالوژۍ نه پالي. دوی پر بدلون باور لري، د ښه والي فکر لري، د کار انرژي او حوصله لري. نړیواله پوهه او تجربه لري او په ډېر شوق لګیا دي کار کوي او که خدای کول د همدغه نسلي بدلون پر مټ به له تېرو څلوېښتو کالو ناورینونو څخه نجات مومو.
موږ عملاً وینو چې په تېرو څلورو کالو کې چې په کومو ادارو کې مسوولیت ځوانانو ته سپارل شوی، نو په هغو ادارو کې رامنځته شوی ښه والی او بدلون ټولو ته محسوس دی، ځکه ځوانان د ښه مدیریت په نویو چارو پوهېږي او دوی خپل ولس او هیواد ته د کار او خدمت لېونۍ مینه لري او په صداقت خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کوي، نو له همدې امله ولسمشر غني پر دوی زیات باور لري او حساب ورباندې کوي.