
په نړۍ کې اکثره علمأ په دې هڅه کې دي چې ډېری کتابونه د انسانانو پوهې او علم د انتقال لپاره وليکي، دغه لړۍ تر دا مهاله ډېره مفیده او ګټوره ده.
خو الله تعلَی په خپل خلقت کې انسانان سره یو شان ندي پیدا کړي د چا قد ټيټ، د چا اوچت، څوک خوار او څوک چاغ، څوک د زیاتې پوهې لرونکی او څوک کم، څوک دهکان او څو نجار ......
او په همدې ترتیب معاصرې ښوونې او روزنې هم د ښوونکو (معلمینو) لپاره چې کومې ځانګړنې مفیدې او مهمې ګڼلي، څینې ښوونکي یې لري او ځینې نه!
دا چې د ښوونکو(معلمینو) لپاره لازمه ده چې یو ښوونکی دی خپل بیرونی جوړښت جوړ او محیط دې د علم د انتقال لپاره تیار کړي ، شاید دغه امکانات او واک ونلري ، نو موږ یې ګرم نشو ګڼلای!
خو ځینې مسایل شته چې د یو لارښود لپاره اهم دی.
لکه د موضوع لپاره امادګي لرل(په موضوع حاکمیت)، د یو ښه ښونکي رویه باید نارمل او ښه وي، په خپل وخت درسي ساعت ته حاضرېدل، په خپله وظیفه کې باید د عدل او انصاف نه برخورداره وي.....
معلم د ټولنې یو ښه تغیر ورکوونکی انځور ګر دی.
معلم دی چې يوه ټولنه د سواد په جامه برابروي، معلم دی چې د حیوان او انسان ترمنځ توپیر روښانه کوي، معلم دی چې د شمعې په شان ځان سوزوي خو بل ته رڼا ورکوي، معلم دی چې انسان د ولسمشرۍ تر کچې رسوي، معلم دی چې په انسان کې د اسلام پالنې او وطن پالنې حس را ژوندی کوي ، معلم دی چې شاګرد د خپلې خاورې د تمامیت او ګټو لپاره هڅوي.
د معلم په ښو اوصافو پورته خبرې ډېرې لږې دي، خو زه دومره وایم، معلم دی چې ټولنه ده، معلمان دي چې عالمان روزي.
دا چې معلم د ټولنې شمع ده، ضروري ده چې د رڼا نه یې استفاده وکړو.
حقيقت دادی چې ښوونکی (معلم) د ټولنې د افرادو څخه يوفرد دی ، د معلم په زيار او کوښښ باندې په ټولنه کې دعدل مساوات او ورورګلوۍ فضاء مينځ ته راځي او هر ډول تعصب تربګني له مينځه ځي ، دجهل او ناپوهۍ پرځاي پوهه دتور تم ځای رڼا نيسي او بالاخره د معلم د زياتو هڅو په نتيجه کې يوه سالمه او مترقي ټولنه تشکليږي.
که چېر ته موږ معلم د علم د رڼا نه استفاده ونکړو ، نو د برتریت نه د بربریت په طرف به روان شو.
یو اثر کې داسې راغلي چې حکيم الامة أبو الدرداء رضي الله عنه فرمايي:
كن عالماً أو متعلماً أو مستمعاً أو محباً ولا تكن الخامس فتهلك
یانې یا ښوونکی شه، او یا زده کوونکی، یا اورېدونکی شه، او یا ورسره محبت کوونکی شه، نو پنځم مه جوړیږه چې هلاک به شې.
د پورته اثر نه مطلب دا دی چې که پخپله معلم او عالم جوړېدلای نشې ، نو څه خو ترې زده کړه، خبرو ته یې غوږ کیږده او که دا هم نشې کولای نو مینه او محبت خو ورسره ولره، خو کینه او بغض ور سره مه ساته، ځکه چې معلمینو او د عالمانو دوښمنان جاهلان دي.
الله ج فرمایي:
« يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ…»
[سوره مجادله؛ آيه 11].
ژباړه:
الله تعالی ستاسو څخه د مؤمنانو درجې لوړوي او د علم د خاوندانو.
هو معلم د ټولنې د افتخاراتو او اختراعاتو د پرمختګ سمبول دی او یي به .
د اسلام په سپیڅلي دين کې د معلم مقام او مرتبه ډيره اوچته ده
ځکه چې حضرت محمد مصطفَی ﷺ پخپله د يو ښوونکي(معلم) په صفت دنيا ته راستلول شويدی.
او همدا رنګه الله جل جلاله هم خپله تعليم ورکونکی دی چې فرمایي :
الرَّحْمَنُ (1) عَلَّمَ الْقُرْآنَ (2) خَلَقَ الْإِنْسَانَ (3) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (4)
ژباړه او مطلب؛
رحمَن ذات ښودلی دی قرآن مجید، پيدا کړی یې دی انسان بيا يې ورښودلی دی بيان.
الله ج ټول انسانان پیداکړي او بیا یې د خپل نعمتونو او احساناتو برخه من کړي دي.
خو د دغو نعمتونو تر څنګ یو ستر نعمت قرآن پاک دې چې د دغې عظیم کتاب لارښونه یې ورته کړې ده.
اوپه سورت علق کې په څلورم (۴) او پنځم (۵) ایات کې فرمايي:
الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)
ژباړه او مطلب:
الله ج هغه ذات دی چې وی ښودلو انسان ته د قلم په مرسته علم او هغه علم یې ورته وښودو چې انسان پرې نه پوهیدلو.
نو د پورته ایات کریمه وو معلومه ده چې ښوونکی (معلم) د ټولنې د رنا او د ترقۍ یوه بهترینه وسله او وسیله.
زموږ د هیواد د ترقۍ او پیشرفت ستره نقطه ښوونکی (معلم) دی، که چېرته موږ حقیقي، زحمتکش او بااستداده ښوونکي (معلمین) ولرو، کوم ستونزمنه خبره به نه وي چې موږ به د نړئ سره سیال نشو.
په اخیر کې د ښوونکيو (خویندې او ورونه) نه مو هیله ده، د دغې پاکې او مقدسې دندې چې دوی ته ورسپارل شوې، په پاکې ارادې او د اسلامي شریعت او افغاني دود او دستور په رڼا کې د خپلو زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې د هر رنګه میتودونه او لارو نه کار واخلي او دغه مقدسه دنده په پوره سپیڅلتیا سره سر ته ورسوي، تر څو زموږ دا وروسته پاتې ټولنه تر نورو ورسوو، او مخکي شي.
د استاد ګلسیری شینواري صاحب یو دوه بیته ښوونکي ته زما لخوا ډالۍ!
ګورئ څـه عجب مقـام دی د معلم
هـر بـیــان نــــوی الـهــــام دی د معلـــم
درناوی د مور و پلار او دوطن کړئ
ټول بشر ته رسیدلی دا پیغام دی دمعلم