
اوبه (water) یوه ضروري، حیاتي او کیمیاوي ماده ده چې کیمیاوي نوم یې Di Hydrogen Oxide او کیمیاوي فرمول یې H2O دی. دا یو داسې مالیکول دی چې اوکسیجن (O) له یو اتوم او هایدروجن (H) له دوه اتومونو د کوالېنټ تړنګ په نتیجه کې رامنځ ته شوی دی.
اوبه په ثابت حالت د تودوخه کې د مایع په بڼه او شکل لیدل کیږي، خو د ځمکې پر مخ د مایع حالت سربېره په جامد لکه یخ، کنګل او د ګاز (د اوبو بړاس) په بڼه هم وجود لري.
اوبه د ځمکې پرمخ %۷۰،۹ برخه پوښلې، د سمندرونو او په نورو اوبزېرمو کې پیدا کیږي، د ځمکې لاندې زېرمې %۱،۶ اوبه لري او په هوا (Atmosphere) کې %۰،۰۰۱ د بړاس او بحاراتو په شکل وجود لري!
دا چې اوبه د ځمکې په سطحه موجودې دي ، د الله ج خلقت دلته روښانه دی چې اوبه یې د ژوندیو موجوداتو لپاره ضروري منبع کرځولې ده او ښه په پریمانه ټوګه یې د کایناتو د ضرورت لپاره پیدا کړي دي.
هیره دې نه وي چې اوبه د ژوندیو ووجوداتو لپاره حیاتي ماده ده.
د انسانانو (Humans) په بدن کې د اوبو (water) اهمیت!
د انسان په جسم کې % ۶۰ اوبه وجود لري، نو اوبه د ژوندیو موجوداتو بدن د مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.
لکه:
په هضم کې مهمه د مرستې ذریعه ده، د زړه حمله کموي، د سرطان(Cancer) د ناروغۍ مخه نیسي، د وینې لوړ فشار راټیټوي، د بدن قوت ډيروي یعنې د بدن انرژي لوړوي، د سر درد په لمنځه وړلو کې مهم رول لري او د بدن په وزن کې کموالی راولي ، یعنې اوبه د ژوند لپاره یوه مهمه او ضروري ماده ده.