ازغوته ېي ځای ورکی اوس ګلونه ځي دشاره
دســـولې نغـــــمې ګونګې پرهرونه ځي دشاره
سکروټې دې کرلــــــــي په قــــدم قــــــدم يارانو
ساقـــــي دی بدګومانه سره لعلونه ځي دشاره
زماسنــګې پارس جانان بياوينې وينې ژاړي
بلبــــلوقتل ګاه اوس زخمي زړونه ځي دشاره
دامــــن قاتلانو شيش محــــل لمـــبه لمـــبه کړ
توتکـــــۍ وزرماتـــــې څـــــراغونه ځي دشاره
بهاربهار ځــــواني مـې دمرګي ناورين وهلي
قلــم په وينوسوراوس عظـمتونه ځي دشاره
عــــيني په کاڼو ولــــي دهـــوس په تارپېيلي
سپوژمۍ ترندې نيولې سهارونه ځي دشاره
نغـــمې دورورګلوۍ راسئ په ګډه بدرګه کو
دعـــــلم زيورخپل کــــــی بهارونه ځي دشاره
الکوزی ويش کــــه سندريزپشــــتانه وروڼه
دژوند رنګينۍ ولاړې مشعلونه ځي دشاره
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي