د پښتو ژبې نوميالی خدای بښلی شاعر او لېکوال عمردراز مروت وپېژنئ

د پښتو ژبې نوميالی خدای بښلی شاعر او لېکوال عمردراز مروت وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او زده کړې:
د پښتو ژبې وتلی لېکوال او شاعر عمردارز مروت په (١٩٥٨م) کال په لکي مروت نومي ښار کې زېږېدلی وو او د مړینې په وخت کې یې عمر ۶۲ کاله وو. نوموړی د مرګ تر نېټې د مروتو په تختي خېل نومي سيمه کې ژوند کولو. عمردراز مروت کومې لوړې او ځانګړې زده کړې نه درلودې، خو دومره ليک او لوست يې کړی وو، چې خپلې او د نورو شعري او ادبي هڅې يې راټولې کړې وې.

ادبي کړنې او هڅې:
عمردارز مروت له تېرو شلو کالونو راهيسې په خپل سيمه کې ادبي او شعري هڅې پيل کړې وې. نوموړي ادبي ناستې جوړوې، د نورو شاعرانو او لېکولانو اثار یې راټول او چاپول او همدا ډول يې د خپلو شعرونو ټولګې خپرې کړې وې.

د عمر دزار مروت د یو څو شعري ټولګو نمونې:
- د کاڼي کرښه؛
- خيال خواري غواړي؛
- سړی په رنګ نه سړی کیږي؛
- مجمر؛
- جانانه بخت دې حيران يم؛
- ګل بې خاره نه وي؛
- انتخاب (شعري غورچاڼ).

نوموړی تېره ورځ د ورپېښې ناورغۍ له کبله د پېښور یوه روغتون کې د ۶۲ کلونو په عمر ومړ.