
روهي (جمعه/۹ د لېندۍ)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له پاکستان څخه وړل شوې پيسې به بېرته راوړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د خپل حکومت د سلو ورځو لومړنۍ د دورې د بشپړتيا په مراسمو کې کړې دي.
خان وايي چې د نړۍ له ۲۶ هېوادونو سره یې هوکړې کړې دي ترڅو له پاکستان څخه په غلا اېستل شوې پيسې بېرته خپل هېواد ته را انتقال کړي.
نوموړي بهر ته د دغه پيسو وړونکي مفسد او غله پخواني چارواکي یاد کړل او ټېڼېګار يې وکړ چې په دې برخه کې به جدي حساب - کتاب ور سره وشي.
د پاکستان پخواني لومړی وزير نواز شريف اوس په پاکستان کې په همدې تور بندي دی، چې د خپل حکومت په وخت کې يې په ميلونه ډالر بهر ته لېږدولي وو.