څاروي څوک داسې نه وژني!

په ګرمسیېر کې د یوه هوایي برید پر مهال زمونږ ملکي بې دفاع ولسي وګړي، ماشومان، سپین ږیري او ښځې په ډېر بې رحمانه ډول وژل سوي دي چې شمېر یې دېرش کسانو ته رسیږي.

وحشت، وحشت دی، هغه که د طالب لخوا کیږي، که د حکومت او که د بهرنیانو له خوا. مونږ ته خو اوس یوازې پر وژلو د خواشینۍ پیغامونه را پاتې دي. ما چې په ویډیو کې د سپین ږیرو او ماشومانو انځورونه ولیدل، که رښتیا سي اوښکې مې وبهیدې. د ماشومانو په لیدلو سره مې خپل اولادونه سترګو ته ودرېدل.

دا بې کفایته او له مصلحت څخه ډک حکومت ماته معلوم دی. نه ملت ته امنیت راوستلی سي او نه ډوډۍ ورکولی سي او نه یې د ظالم له ظلم څخه خلاصولی سي. یوازې پر سټیج او فیسبوک باندې شعار ښه ورکولی سي او په عمل کې یې ملا ماته ده.

زه دا نه چې د حکومت په مخالفت خبرې کوم. زه اوس هم د دغه نظام او حکومت یوه حصه یم، مګر هو! داسې حصه یې نه یم چې ترخه حقیقتونه د چا د خوشالولو لپاره پټ وساتم.

په دې وطن کې چې څه روان دي، دا ټول د انسانیت، بشریت، اصولو او قوانینو خلاف کړنې دي. زمونږ اواز ډېر څرګند دی. د ظالم پر ضد به خبره کوو او د مظلوم دفاع به کوو؛ ځکه چې خدای تعالی مکلف کړي یو.

په دې وطن کې دا ډول پېښې وروستۍ نه دي، د دې د خاتمې لپاره د با ضمیره او با وجدانه انسانانو یو سرتاسري اواز ته ضرورت سته، ترڅو خپل په غم لړلی تقدیر بدل کړو.

درنښت!