
په دا وروستیو کې چې د سولې په اړه نوې خبرې پیل شوي دي، ولسمشر د سولې لپاره د مشورتي بورډ د جوړېدو خبره وکړه.
که څه هم په دغې برخه کې د سولې شورأ موجوده وه.
د سولې شورأ هم کومه خاصه لاسته راوړنه نلري، ځکه چې د سولې شورأ هم په مصلحتونو جوړه شوې وه!
د سولې په شورأ کې اکثره هغسې خلک ټاکلي وو چې په تیرو انتخاباتو کې ورسره ولسمشر قولونه کړي ول، یعنې د سولې لپاره یې یو واقعي او مؤثر اشخاص چې په رښتیا هم په سوله کې یې کار کولای سو، هغسې خلکو ته یې زمینه برابره نکړه.
په دا وروستیو کې چې د سولې لپاره کوم نوی بورډ ټاکلی دی، په دې کې هم د سولې لپار مؤثر شخصیتونه نسته، هغه د خلکو اندیښنې اوس رښتیا شولې چې ولسمشر د راتلونکي انتخاباتو لپاره یو ټیم رامنځته کوي تر څو ملت ته دا وښایي چې موږ د سولې لپاره نوی ګام اوچت کړ.
ولسمشره په تا اوس ملت پوهیږي چې ته د سولې لپاره اراده نلرې، هغه ځکه چې کله د موقتې ادارې خبره وسوه تا یو ډول حساسیت ښکاره کړ.
که د مؤقتې ادارې په جوړېدو سره په دې وطن کې دایمي سوله راځي، دا څه بده خبره ده، ولې دا ستا دوه سری حکومت بیخي انتخابي دی، دا خو د جانکیري په منځیګړیتوب په جوړ جاړي منځ ته راغی، په انتخاباتو کې خو یو ګټونکی وي!
په تیرو انتخاباتو کې خو تا هم ځان بریالی بللو او ډاکتر عبدالله عبد الله هم، د خدای خاطر ته وکورئ نور په دغه مظلوم ملت رحم وکړئ، د خپل واک لپاره د سولې په وړاندې خنډونه مه جوړوئ!