
لېکوال: سوله پال
په دا وروستیو کې افغانستان د سولې عملي پړاو لومړی سفر کې ته رسیدلای دی.
او ډېرې ښې لاسته راوړنې هم لري، دا ټول ستاسې د ښه مدبرانه سیاست نتېجه ده.
خو یوه خبره د درته کوم چې د رښتینې سولې سره جنګ سالاران او د واک لیوني حساسیت لري، لکه تیره ورځ چې محقق وویل!
زما سره په سوله ولې مشوره نه ده شوې؟
اوس خبره دا ده چې دغې جنګ سالارانو څخه سترګه مه کوئ! دوی دومره محلونه او بلند منزلې جوړې کړي دي، د عیش او عشرت ژوند لري، دوی اوس نه په اسلام دومره عقیده لري او نه هم په وطن!
چې سوله راولئ نو ختمن به ښه حکومتداري هم راځي، ښه حکومتداري په غلو او ټوپکسالارانو نه راځي، دوی په کور کښینوئ!
دوی نه په ولس کې ځای لري او نه بیا غروته خیژي، د دوی په کښینولو سره ملي وحدت نور هم قوي کيږي، مقررۍ باید د تقوا او لیاقت پر بنیاد وشي، په مصلحت او قومي معیارونو دا وطن نه جوړیږي، په سوله کې افغان ولس ټول درسره دی، د سولې په وړاندې چې هر څوک ودریږي، که هغه طالب وي او که حکومت، ولس به یې په مقابل کې را اوچتیږي، ځکه چې اوس ټول په دې پوهیږي چې سوله د افغانستان د ولس ده او جګړه د څو جنګسالارانو!
د سولې په هیله!