
د روهي ويبپاڼې اداره د هغه کتونکو څخه چې د کراچۍ په ښار کې اوسي او د لوبې د سيال کولو لپاره لوبغالي ته ورځي احترامانه هيله کوې چې د لوبې د ګټلو پرمهال د لوبغالي مينځ ته د ورننوتلو څخه ډډه وکړي ځکه د کرکټ د قانون په حساب دا يو جرم ګڼل کيږي د ددې جرم په سزا کې کيدی شي افغان کرکټ لوبډله د لوبې کولو څخه محرومه شي. هيله دا د پيغام ټولو هغه افغانانو ته ورسوئ چې د لوبې د کتلو لپاره ورځي. مينوال کولي شي د لوبغاړو نازونه او لمانځنه د لوبغالې بېرون تر سره کړې.
د خپلو احساساتو قابو کول زموږ د لوبغاړو سره ستره مرسته ده.