
لږ تر لږه پينځه وسلوال او د هغوۍ کوماندان د سرک د غاړې په يوه بمې چاودنه
کې وژل شوي دي. دا پېښه د خيبر پښتونخوا دباړې په سيمه کې رامينځ ته شوې ده. د باړې
چارواکي وايي چې دا بم په کور کې جوړ شوی وو چې بيا د سرک تر غاړې ښخ شوې. د
چارواکو په وينا چې د بم چاودنې له لامله د خوا او شا کورونو ته تاوان رسېدلی دی
چې په پايله کې يې شپږ کسان هم زخميان شوي دي. د يادونې وړ ده چې خيبر سيمه اوه
ولسوالۍ لري چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي