
ځينو پاكستاني او نړيوال رسنيو خبر وركړى چې د وسله والو
طالبانو مشر ملا محمد عمر د پاكستان د كوټې ښار په يوه روغتون كې د نامعلومې
ناروغۍ له امله ساه وركړې ده .
د ملامحمد عمر ځينيو نيږدې خپلوانو هم دا خبر تايد كړى خو د
طالبانو وياند قاري محمد يوسف وايي چې دا خبر يې اوريدلى خو تايدولى يې نه شي .
ويل كيږي چې ملا محمد عمر ته په دې وروستيو كې ځينې روغتيايي
ستونزې پيدا شوې وې . چې په خپل كور يې تداوي كيدله . خو تيره ورځ يې ناروغي سخته
شوې وه او روغتون ته وړل شوى و چې هملته يې ساه وركړه .
د ملا محمد عمر د مرګ خبر په داسې وخت كې خپريږي چې په دې نيږدې
وختونو كې د طالبانو د ځينو استازو او د افغان حكومت او امريكا تر منځ په جاپان او
قطر كې د سولې خبرې اترې شوې وې .
له دې مخكې د طالبانو د وخت د دفاع وزير او ځينو نور مهم
قوماندان هم په پاكستان كې مړه او وژل شوي دي .