
روهي (پنځه نۍ/۱ د لېندۍ)، د ايران ولسمشر حسن روحانی امريکا ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې پر وړاندې کوم ناوړه اقدام وکړي نو د افغانستان په شمول په قطر او عربي متحده اماراتو کې به د امريکا پوځي اډې د ايران له خوا په توغنديو ووېشتل شي.
د ايران سپاه پاسدران ډلې دا هم ويلي دي چې له پوځي اډو ترڅنګ به ايران په عربي خليج کې د امريکا پوځي بيړۍ او الوتکې هم په نښه کړي.
سپاه پاسدران د افغانستان په اړه ويلي دي چې په کندهار ولايت کې به د امريکا ستره پوځي اډه د توغنديو په بريد کې په نښه کړي.
سياسي شنونکي وايي چې د ايران دغه ګواښ ته امريکا او افغان حکومتونه بايد ځواب ووايي او د ايران له خوا په افغانستان کې د پوځي اډو وېشتل پر افغان خاوره تېری دی.