
یو شغال درنګ په خم کې وغورځید او په دې خم کې څه شیبه پاتې شو ، چې راووت نو یې خپل پوستکی رنګ رنګ ولیده خوشاله شو او ویې وویل : زه یو ښکلی طاووس یم دده پوستکې ،چې لمر ته ځلیده او شنې ، سرې او ژیړې پلوشې یې کولې دده هوا سر ته بوتله او د شغالانو ډلې ته راوګرځید ځان یې چینګ وینګ کړ ،چې ګواکې زه یو ښکلی طاووس یم . نورو شغالانو ترې وپوښتل شغالګیه! څه خبره ده ، چې داسې هوایي شوی یې دومره کبردې له کومه کړ؟ دا څنګه ټول ځلیږي او په څه ځان له موږ نه بر ګڼي دخپلې ځلا څخه دې بلا جوړه کړی او پر موږ ځان کنجه یې پر خپل رنګ نازیږي او موږ سپک ګڼې ډیر داسې خلک دې ، چې ظاهري خوشاله ښکاري او په باطن کې هغه څه دی ، چې خداي پیداکړي رنګ شوی شغال خپل ملامتونکي ته داړې جنګې کړې مګر نه ګورﺉ ، چې څومره ښکلی شوی یم؟! تاته قهر درځي ،چې ویني زه لکه ګلستان رنګا رنګ یم دخداي لطف پر ما شوی دی او د دنیا او دین ستن یم . نور ماته شغال مه وایاست ځکه ، چې شغالان ما غوندې ښکلي نه دي . کله ، چې پررنګ شوی شغال نور شغالان راغونډ شول نو ترې یې وپوښتل که ته ځان شغال نه ګڼي نو څه درته ووایو؟ رنګ شوې شغال ځواب ورکړ: ماته ښکلی طاووس ووایی نورو ترې وپوښتل طاووسان خو په باغونو کې ګرځي ایا ته هلته تللای شې . ده ورته وویل : زه کلي او باغونو ته کله تللای شم . نورو شغالانو بیا ترې وپوښتل: ایا ته د طاووسانو په څير غږ ایستلای شي ده ورته وویل : هیڅکله نه. یوه هوښیار شغال ورته وویل : ځان طاووس مه ګڼه ځکه د طاووس جامه خداي له اسمانه رالیږي په دنیايي رنګونو او خوشې دعوو شغال نه طاووس کیږي .