
یوه ورځ سلطان محمود خپل دیوان ته راغی خپل ټول درباریان یې هلته ولیدل یو ډیر قیمتي او غټ غمی یې راوویست او خپل وزیر ته یې ورکړ ترې ویې پوښتل دا غمی څومره ارزي ؟ وزیر ورته وویل : له سل خرواره سرو زرو څخه یې هم قیمت ډیر دی پاچا ورته حکم وکړ دا غمی واخله او مات یې کړه وزیر ورته وویل : استغفرالله سلطانه ! دا غمی څنګه مات کړم زه خو ستا دمال او خزانې نیکخواه یم کله مې لوریږي ، چې دومره قیمتي غمی مات کړم ، چې بیه یې زما عقل ته نه راځي پاچا آفرین ورته ووایه اوغمی یې ترې واخیسته . بیایې خپل وریښمین کوټ هغه ته ورواغوست او ډیر یې ونازوه ترده وروسته یې خپل حاجب راوغوښت او غمی یې ورکړ، ورنه یې وپوښتل دا څومره ارزي ؟ هغه ورته وویل : ستا د نیم هېوادارزښت لري او خدای دې دا غمی له بدو سترګو وساتي پاچا ورته وویل : مات یې کړه حاجب ځواب ورکړ : هیڅکله نه زه ستا دخزانې خیرخواه یم او دا زیان مې ستا پر خزانه کله لوریږي . زما لاسونه دې مات شي ، چې داسې غمی به ماتوي پاچا هغه ته هم سوغات ورکړ او دده دعقل او پوهې ډیر صفت یې وکړ ترده وروسته یې بل امیر راوغوښت همدا یې ورسره وکړل هغه هم غمی مات نه کړ او پاچا ده ته هم سوغات ورکړ همداسې ټول امیران درواخله ، پنځوسو شپیتوامیرانو د پاچا التفات وګاټه . که څه هم تقلید د دنیا د هستۍ عادت دی خو په امتحان کې تقلید رسوایي راولي . وار د سلطان مریی ایاز ته ورسید پاچا ترې وپوښتل : دا غمی وګوره څومره ارزښت لري ؟ ایاز ورته وویل داغمی زما دعقل له حکم څخه ډیر ارزښت لري او زه نه شم کولای قیمت یې وټاکم . پاچا ورته حکم وکړ ، چې غمی مات کړه ایاز په خپل لستوڼي کې ډبرې ساتلې وې راویې ویستې او غمی یې پرې مات کړ خدای خبر ، چې بخت ورسره یاري کړې وه او که خوب یې لیدلې و ، چې داسې له حکمته ډک کار یې وکړ هر ګوره په لاس کې یې ډبرې تیارې وې لکه یوسف علیه السلام ، چې په څاه کې د خپلې کیسې پای په خوب لیدلی و او خداي پاک ورته هر څه په خوب کې ورښودلي وو . ایاز دخپل کار له عاقبت څخه ونه ډار شو او په پوره زړورتیا یې دخپل بادار حکم پر ځای کړ . کله ، چې هغه غمی مات کړ له ټولو امیرانو څخه فغان پورته شو ، چې : وای وای !! دې کافر څومره قیمتي غمي مات کړ دا بیباکي وګورﺉ ، چې د پاچا خزانه یې زیانمنه کړه د دومره قیمتي غمی پر ارزښت باندې ولې ونه پوهیده ؟ ایاز ورته وویل : اې هوښیارانو او نامتو مشرانو له تاسو نه پوښتنه کوم : غمی ډیر ارزښت لري او که دسلطان امر ؟ دخداي لپاره تاسو د تیږې غمی وساته خو د پاچا دامر غمی مو مات کړ ستاسو سترګې دمال او دولت مینې داسې له خاورو ډکې کړی دي ، چې د پاچا له امره سرغړاوی کوﺉ ، زه د خپل سلطان له امره سترګې نه اړوم او هغه کوم ، چې دوی یې فرمایې . دغه رنګینه ډبره څه ارزښت لري . چې زه د سلطان امر پرې مات کړم . په دین کې دخپل خاوند امر تر هر څه ډیر ارزښت لري د امیرانو سرونه په اوږو راوځړیدل عذر او معذرت یې پیل کړ پاچا په غسه شو جلادیې راوغوښت او امر یې وکړ ، چې دا نافرمانه امیران یو یو ووژني . هغه حکم وکړ : دغو نالایقو د ډبرې لپاره زما امر مات کړ، دوی به په څه زما تر څنګ دناستې لیاقت ولري. . سلطان په غصه و او ویې وویل داسې فاسدان زما د دربار وړ نه دي په دې وخت کې حلیم ایاز رادمخه شو او دسلطان دتخت تر مخې پر ځمکه پریوت ، ویې وویل : اې بښونکیه پاچا ! ته پر ځمکه د خدای سیوری یې دخداي رحمت پر تا دی او ته دخداي پر بنده ګانو رحمت وکړه اې ! ، چې لطف دی سره ګلونه خجل کوي او عفوه دې په صفتونو کې یو صفت دی د قهر ډیر ترخه د بښنې په خوږو خوږیږي . او چا چې په تا کې رحم لیدلی هغه څنګه ستا د قهر عذاب څښلې شي پر خپلو درباریانو ورحمیږه مه یې وژنه او مه یې له ځانه شړه . دغه تن پرسته درباریان که وبښئ نو توبه به وکړي او ستا دعا ګوی به شي ، ګبر وترسا و یهود ټول دخداي رحم په خپله خپله ژبه غواړي ته دخپل نعمت له مخې دغه کافران هم وبښه او د هغو کوترو په څیر دخپلې عفوې په دانه ماړه کړه ، چې که اوس والوزي سهاربیرته ستا رغویو ته راستانه شي . په عفوه کې پښیمانې نه شته .