ټرمپ: که چېرې جمال خاشقجي سعودي عربستان هم وژلی وي، بيا هم مونږ د سعودي ملاتړي يو

روهي (څلورنۍ/۳۰ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې که چېرې سعودي خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان لاس هم وي، خو امريکا د دغه هېواد سره ملاتړې ده.

ټرمپ وايي چې د جمال خاشقجي د وژنې په اړه به امريکا نور بندېزونه په سعودي عربستان ونه لګوي بلکې له دغه هېواد سره به ښې اړيکې وساتي.

ټرمپ ويلي دي چې د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ يووالی ځکه نه ماتوم، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې سره په کې نغښتې دي.

نوموړي زياته کړي، "که چېرې مونږ د سعودي عربستان سره اړيکې خرابې کړو نو د نفتو بيې به څو چنده لوړې شي او مونږ اوس دغه بيې ټېټې ساتلې دي."

له دې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو حکومت خبرداری ورکړی وو چې که چېرې سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې تورن وپېژندل شي، نو سخت بندېزونه به پرې ولګوي.