
په دا وروستیو کې چې د داکتر صاحب خلیلزاد په مشرۍ د سولې خبرې راپیل سوي دي، د طالبانو سره د نورو خبرو ترڅنګ د موقتي ادارې خبرې هم یادونه شوې ده!
د موقتي ادارې لپاره رسنیو د ستار سیرت ، ډاکتر فاروق اعظم ، عبدالسلام عظیمي، حامد کرزی ، عبدالسلام ضعیف، وکیل احمد متوکل، نعمت الله شهراني او حبیبه سهرابي نومونه خپاره کړي دي.
دا کسان په تېرو اوولسو (۱۷) کالونو کې یو طرفانه ندي پاتې سوي که د بون د کنفرانس نه یې راونیسې، بیا تر موقفونو پورې ، په دوی کې دوه کسان بیا د طالبانو د حکومت لوړ پوړي چارواکي وه.
په دغو اتو (۸) کسانو کې یو کس چې تر دې ټولو لوړ معیارونه لري، هغه ډاکتر فاروق اعظم دی، د جهاد په رهبرانو کې د ښه نوم او د هیواد ملي او بین المللي شخصیت دی، د عصري او ديني لوړو زده کړو خاونددی، او په اوولسو (۱۷) کالونو کې نه وظیفه اجرا کړې او نه یې د طالبانو مخالفت کړی دی، په هیواد کې د ننه پاتې شوی او د سولې لپاره یې تل هڅه کړې ده.
سوله د ټولو افغانانو هیله