اکرم خپلواک وپېژنئ

اکرم خپلواک وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال 
 
زوکړه او زده کړې:
ډاکټر محمد اکرم خپلواک د حاجي ګلاب خان زوی دی. په ۱۳۵۲ کال په پکتیا کې زېږېدلی. نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په وخت کې په دارالنجات مدرسه کې پیل او په حضرت عمر فاروق (رض) عالي لېسه کې بشپړې کړې. په ۱۳۷۳ کال د اسلامي پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو او د فراغت سند یې په ۱۳۷۹ کال له کابل طب پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

دندې:
- د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې اکرم خپلواک خپل سياسي او ټولنېز حرکتونه له يو شمېر ځوانانو سره د رسنيو او ناستو له لارې پيل کړل. د څېړونکي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد په نوم (رشاد) علمي او څېړنیزه مجله يې رامنځ ته او چاپ کړه.

- په ۱۳۸۱ل کال کې اکرم خپلواک د سويلي پرمختایي موسسې د اړیکو مسول په توګه په کابل کې دنده پيل کړه.

- په ۱۳۸۵ل کال د حامد کرزي په فرمان د پکتيکا ولايت والي وټاکل شو.

- له پکتيکا وروسته نوموړی په ۱۳۹۱ل کال کې بيا د فراه د والي په توګه دنده پيل کړه.

- له هغې وروسته نوموړی بيا د حامد کرزي له خوا د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزارت ته د نوماند وزير په توګه معرفي شو.

د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو شپو کې ډاکټر محمد اکرم خپلواک د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټيم له مخکښو غړو څخه شمېرل کېدو.

نوموړی د محمد اشرف غني له خوا د ولسمشر ځانګړی سياسي استازی او سلکار وټاکل شو. او ورپسې بيا د سولې عالي شورا د دارلانشاء د مشر په توګه په دنده وګمارل شو.

د ملي يووالي حکومت په دوره کې اکرم خپلواک د ولسمشر غني د نېږدې کسانو له ډلې څخه شمېرل کېدو. په ډېری سياسي مسايلو کې ځانګړي واکونه ورکړل شوي وو او ويل کيږي چې د هېواد د ځينو سياسي پوستونو لپاره د خلکو ګمارل او ځينې ولايتونه هم د نوموړي په واک کې ورکړل شوي وو ترڅو واليان او نور لوړپوړي کسان يې په مشوره وټاکل شي.

خپلواک تېره اونۍ په رسمي ډول د سولې عالي شورا د دارلانشاء رياست څخه استعفا ورکړه او د ولسمشر غني له خوا يې استعفا ومنل شوه.

ويل کيږي چې د اکرم خپلواک د استعفا لامل ر اتلونکې ولسمشرېزې ټاکنې دي او ښايي چې يو ځل بيا به له ولسمشر غني سره په ټېم کې وي او سر له اوسه به په غېرې مستقيم ډول ټاکنېزې منډې رامنډې مخ ته وړي.