څنګه ذليل سوی په دنيا پشتونه
ته خــــووی تاج داشيا پشتونه
دزمکی سردرته سوراورجانانه
څوک به دی سی درنځ دواپشتونه
داتور وسورسپينويوه صلاح ده
په وينورنګ شکلی ليلا پشتونه
دتاج سرونه می دادی په پشوکی
بياڅه درسوی نن سبا پشتونه
ننګ اوناموس دی په جهان سوليلام
شرم حـــــياورکه لتا پشتونه
تل سجدی مال ودولت ته کوی
وپردی ډول ته کړی نڅاپشتونه
نن کونډی رنډی سرببر يتيمان
بياسوی ساندی واويلا پشونه
اه ستادننګ سندری څه سوی قربان
اوبه دګډا کربلا پشتونه
څنګه ارزان دپلارنيکه هډوکی
ضمیرليلام نسته وفاپشتونه
ستاپه مريوکړی نن پوڅی چړي
دلته نن کفر حق ويناپشتونه
داشک بريتونه غلامان دی دبل
ته سوی دهرچا دخندا پشتونه
دتاریخ پاڼی دی نن سپينی پاته
تل لاپی کاندی بينواپشتونه
نن لاس تړلی ورکړی خپلوپه لاس
پرهرپرهر سرپه سوداپشتونه
دپشتنونسل کشی دروان
سردی که خلاص په دی ويناپشتونه
هنداری ولی تل په کاڼوغليم
نن په دنيا سوی ته رسواپشتونه
دابی غيرت ازادی څه پيژنی
کړی وډالروته ګډاپشتونه
وينوکی ايشی دحرم شاپيری
واويلا ګډهرخوا پشتونه
هغه دپلارنيکه تاريخ دی څه سو
بلبلان ګونګ ای بيوفاپشتونه
زموږدغرورشملی دی ټيټی قربان
بس دخدای روئ پريږده جفاپشتونه
چی سره يونسو جاره نه لرو
دځان ځانی توره بلا پشتونه
اه ستامريان نن باداران سوګله
اوس خودی مرګ شرم حياپشتونه
خوبونه پريږدی دغفلت پشتنو
سندرمسته که نن بيا پشتونه
قلم کی خپل ډيوی کی بلی قربان
زئ خيلی پريږدی وخت کوتاپشتونه
بغض عينادټغرکړی ټول ليونو
نغمه نغمه شکلی پزاپشتونه
الکوزی چيغی بغاری ورته
لراوبريودمی دعاپشتونه
په درناوی منان الکوزی کوټ
وروستي