مولانا سمیع الحق چا وواژه؟

هر افغان ددې خبرې شاهد حال دی چې په افغانستان کې زیاتې پیښې هغه چې د ټول هیواد په سطحه یې ټول ولس د غم په ټغر کینولی ترسره شوې دي، نو افغان دولت یې پړه پر پاکستان اچولې. یواځې پړه نه بلکې په زیاتو مواردو کې لا داسې هم شوي چې افغان دولت سره له اسنادو ځینې پیښې روښانه کړې چې په پاکستان کې طرحه شوې دي. د بېلګې په ډول که ووایو چې د جنرال عبدالرازق د وژلو اړوند د ملي امنیت لوي رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې بریدګر له پیښې څو دقیقې وړاندې له هیواده د باندې پر ټلیفون خبرې کړې وې چې هدف یې پاکستان وو.

یواځې دا نه بلکې که فکر وشي په لسګونو پیښې به تاسې وګورئ چې په دې هیواد کې به طرحه شوې وي او دلته به یې د کوم خوار افغان ژوند اخستی وي او یوه کورنۍ به یې د غم پر ټغر کیونولې وي.

کله چې دا هیواد دومره شومې پیښې طرحه کولی شي او د خپل هیواد څخه د باندې یې د یوه بل نظام لرونکي هیواد کې په لاره اچولی شي نو څه فکر کوئ چې یو داسې څوک چې کاملاً ددې هیواد فوځ او استخباراتي ادارو ته ژمن وو او د هغوي په ریموټ یې چارې ترسره کولې چا به وژلی وي؟

ددې خبرې ځواب تر لمر هم روښانه دی، هغه ددې هیواد استخباراتي ادارې لمنځه یووړ، خو پوښتنه دا پیدا کیږي چې سره له دې چې نوموړی ددې ادارې او د فوځ دومره په واک کې وو یو ناڅاپه څه پیښ شول چې ددې سبب شو چې نوموړی دې تر دې کچې په بې عزتۍ په کور دننه د چړو په ګوزارونو لمنځه یوسي؟

د نوموړي اړوند په رسنیو کې ویل کیدل چې ده پر افغان طالبانو ښه حاکمیت درلود او کراتو کراتو بیلابیل د افغان دولت چارواکو د سولې په بهیر کې له نوموړي څخه مرسته غوښتې وه، ولې نوموړي یې له مرستې انکار کړی وو، په دې وروستیو کې مولانا سمیع الحق غوښتل چې په یوه دېګ کې دوه سرونه پاخه کړي او لوبه لا ګرمه کړي خو دا چې نوموړي لوبه ګرمه نه کړه پخپله ددې لوبې قرباني شو.

مولانا په دې وروستیو کې د هغو سرچینو سره هم اړیکې پیدا کړې وې چې له لارې نوموړي غوښتل د پاکستان پر وړاندې ځینې وسلوال تمویل کړي په کوم کې چې دده لپاره تر نورو شومو چارو چې پخوا ده ترسره کولی زیات امکانات په نظر کې نیول شوي وو. د نوموړي هیواد استخباراتي ادارې ددې لپاره چې دا تور پر دولت یا خصوصاً پر استخباراتي ادارې پورې نه شي په هماغه ورځ چې پر ده برید وشو د همدې اداري د پخواني جنرال حمید ګل پر زوی هم دستوري برید وکړ چې بیا یې پر رسنیو خلکو ته روښانه کړه چې نوموړی له بریده روغ وتلی دی.

ولې دې هیواد که دا یو پخپله له مخې لېرې کړ، سل نور یې له دې سخت روزلي دي چې سم د واره را صحنې ته شول او په څو چنده سختې خبرې یې وکړې چې ښه بیلګه یې ددې هیواد د علماوو د شورا رئیس طاهر اشرفي یادولی شو. نوموړي په هماغه ورځو کې په یوه تلویزیوني مرکه کې په قسم سره وویل چې د مولانا په وژلو سره به په افغانستان کې جنګ نور هم شدت پیدا کړي.

هلته که هیوادونه زمونږ د ځپلو سل ډوله طرحې جوړوي ولې دلته زمونږ او ستاسې ورخ هم اوبو وړی دی، مونږ او تاسې که بل ته د ښېګنې لاس ورکړو، سره یو شو او په یو غږ له خپلې سیمې دفاع وکړو هیڅ ستونزه به پاتې نه شي. راځئ نور خپل ځانونه وپیژنو او د یوه واحد افغانستان لپاره د زړه له کومې کار وکړو تر څو د نور له شومو دسیسو وژغورل شو.

د یوه واحد افغانستان په هیله!