ایا د پاکستان او امریکا تر منځ له نوي جوړښت خبر یاست؟

د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري چې کله د حافظ سعید په مشرۍ د لشکری طیبه ډلې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د هند په ممبئ ښار برید وکړ، چې په کې شاوخوا تر ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول. هغه وخت د امریکا متحدو ایالاتو او د هند دولت له پاکستان څخه وغوښتل چې ددې ډلې پر وړاندې باید کلک عکس العمل وښودل شي ولې برعکس ددې ډلې مشر به د پاکستان دننه په هرې سیاسي جلسې کې ګډون کوو او له رسنیو سره به هم په ازاد ډول په بیلابیلو سیاسي پروګرامونو کې برخه اخسته.

د سرچینو له مخې ویل کیږي چې دغه ډله پاکستاني نظام یا مشخصاً که ووایو د استخباراتو له لوري د هند سره د کشمیر په موضوع د لا فشار لپاره ترتیب شوې او کارول شوې ده. د ځینو اسنادو او ثبوتونو له مخې د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا تر فشار او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ‌خوا د ترهګرو ډلو په لېست کې تر شاملولو وروسته د حافظ سعید د دوو خیریه مؤسسو فلاح انسانیت او جماعت‌الدعوه فعالیتونه هم وځنډول. له دې دوو خیریه بنسټونو په استفادې به ددې ډلې مشر د هند پر وړاندې د کوچنیو او لویو بریدونو لپاره مالي پنډ برابروو.

ددې ټولو سره سره د امریکا متحده ایالاتو یو وخت د هغو شواهدو په بدل کې چې د حافظ سعيد د محکومېدو سبب شي، د ١٠ میليونو ډالرو په ارزښت د جايزې اعلان هم کړى و. ددې موضوع د لا وضاحت او مستند کیدو په هدف باید یادونه وکړو چې یو وخت په لندن کې میشت جلا وطن بلوڅ بیلتون پاله مشر نوابزاده حیربیار رسنیو ته په خبرو کې ویلي وو چې د پاکستان استخباراتي اداره د بلوڅو او پښتون قوم د وژنې لپاره د ځینو غیر قانوني وسلوالو ډلو یا دده د خبرو په حواله د ترهګرو ملاتړ له ځان سره لري تر څو د خپلو هدفونو لپاره ترې ګټه واخلي.

راځو مهمې مسئلې ته چې پاکستان څنګه له متحده ایالاتو سره جوړښت کړی؟ ددغې ډلې پر وړاندې پاکستاني نظام هیڅ وخت جدي اقدامات نه دي کړي مثلاً سره له کره شواهدو چې د هند دولت وړاندې کړي نوموړی په ځلونو په خپل کور کې د پاکستاني دولت له لوري نیول شوی چې بیا بیرته له کومې ستونزې ددې هیواد د محکمو له لوري په ډيرې اسانۍ خوشې کړل شوی دی. تازه د پاکستان دولت اعلان کړی چې د سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو په وړاندې يې ٢٣ دوسيې پرانېستي دي چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفاده يې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې. دلته نو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې مخکې پاکستاني یا پنجابي نظام ددې خلکو پر وړاندې دغه ډول چلند نه کوو، سره له دې چې هیڅ کوم نوی ثبوت نه دی وړاندې شوی؟

ځواب ډیر واضحه دی، په ورته وخت کې چې د ګوتو په شمار ورځې نه دي تیرې شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جولای په دوهمه ویلي چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بي. اېل. اې تر ډېره د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې په بلوڅ مېشتو سیمو کې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کوي چې له همدې امله یې دغه ډله یو ترورستي ډله وبلله. بلوڅان هم د کوزې پښتونخوا د پښتون قوم په څېر چیغې او سورې وهي چې زمونږ زیاتره د خبرو خلک قومي مشران د پاکستاني استخباراتي ادارې وژلي دي، ددې تر څنګ بلوڅان ځکه نن ترورستان بلل کیږي چې یواځې د خپل حق ناره یې پورته کړې. د بیلګې په ډول دوی تل دا ویلي چې د ګوادر بندر، د سرو او سپینو زرو سېندک پروژې، د سونګ ګاز او د ټولو طبیعي زیرمو ګټه یواځې پنجاب لوټ کړې ده او دوی ته یې هیڅ خیر نه دی رسیدلی.

ددې سربیره ددې خلکو ګنا دا ده چې یواځې دومره یې خپل غږ پورته کړی چې ددوی سیمې ته باید په عایداتو کې ونډه ورکړل شي تر څو سیمه یې پرمختګ وکړي. باوري اوسئ که څوک ددې سیمې سره لږ هم بلد وي دا به ورته له وړاندې روښانه وي چې سره له دې چې دا وګړي په خپله سیمه کې زیاتې طبیعي زیرمې لري خو وګړي یې د پنجابي نظام له امله ډیر بې وزله او غریب پاتې شوي دي.

مهمه موضوع دا ده چې امریکا دې ته د پاکستان لپاره مشروعیت ورکړ چې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې ډله ترورستان دي او باید وځپل شي چې په همدې بدل کې به پاکستان د حافظ سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو په وړاندې ٢٣ دوسيې پرانیزي چا چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفادې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې.