د حمامي نصوح کیسه ، چې خدای یې توبه قبوله کړه :

په پخوا زمانو کې یو سړی و ، چې نصوح نومیده ، او دلاکي یې کوله ، دده مخ او غږ کټ مټ د ښځو په څیر و . او خپل نارینتوب یې پټاوه . ده د ښځو په حمام کې کار کاوه ډیر هوښیار او چالاک و د ښځو ټیکری به یې پر سر و . خو ډیر هوس باز او د ښځو شوقي ځوان و . ده ته به د پاچاهانو اووزیرانو لورګانې راتلې او ده به په شوق شوق موښودلې ځکه یې په دلاکې کې ښه نوم درلود . ده به کله کله له خپلو ګناهونو څخه توبه کوله خو په حمام کې د بربنډو ښکلو او نازولو پیغلو بدن هر ځل دده توبه ماتوله او بیا به بې لارې شو . په هر نفس کې دتوبې ماتولو او ګناه ته  د ورګرځیدلو غریزه پټه وي . یوه ورځ یو عارف ته ورغی او له هغه یې دعا وغوښته ، خپل راز یې ورته ووایه کله ،چې عارف پوه شو نو دی یې ملامت کړ . خو دعا یې ورته وکړه د عارف دعا قبوله شوه او دی له ګناهونو پاک شو . ځکه ، چې دغه رباني عارف دخداي مقرب ولي و . مګر نصوح په حمام کې خپل کار ته دوام ورکړ اوس یې په حمام کې د اوبو تشتونه ډکول .  یوه ورځ د پاچا د لور یوه قیمتي غوږوالۍ ورکه شوه ډیر ژر په حمام کې ددغه ارزښتمن غمي په لټه کې شول ، چې ویې نه موند ، د حمام دروازه یې بنده کړه اول یې جامې ولټولې خو غل او والۍ پیدا نه شول . د پاچا لور خپلو مینځو  ته امر وکړ ، چې ټولې ښځې بربنډې کړې او خولې ، غوږونه او نور ځایونه یې ولټوﺉ او د ښځو هر هغه ځای ولټوﺉ ، چې غمی په کې پټیدای شي . د شهزادګۍ حاجبې لټون پیل کړ نصوح له ځان سره له شرمه وشړید ، چې خدایه اوس به څه کیږي؟ اوس که زه بربنډ شم نو د ټول عمر راز به مې فاش شي ده خپل مرګ په خپلو سترګو لیده اسمان ته یې سترګې پورته کړې ، چې خدایه زر ځلې مې توبه ماته کړې ده او بیا ګناه ته تللې یم،  له مانه ډیر ګناهونه شوی دي او د هرې سزا وړ یم خو که اوس زما وار راورسیږي زه به څه کوم ؟ داسې ډار او داسې غم ،چې زه پرې ګرفتار یم کافر پرې ګرفتار مه کړې ، خدایه له ډیره غمه مې ځیګر سوزي او ته مې حال ویني له دې شرمه مې خلاص که بس دا مې توبه قبوله کړه بیا چې مړ هم شم دا ګناه به نه کوم یا خدایه ته ستر یې او دخپلو ډیرو ګناهګارو بنده ګانو توبې هم قبولای شی د شرم پر مرګ مې مه وژنه . که بیا مې دا ګناه وکړه هیڅ مې توبه مه منه ، او هغه سزا راکړه ،چې ته یې وړ بولې !  خدایه ته مې ستار شې او پرده مې مه څیره . اوس که د جلاد په لاس پریوځم مړ به مې کړي خو دشرم مرګ به مې تر ابده پرنامه پورې وي . نصوح ډیرې زارۍ وکړې ویې ژړل او دومره یې یارب یا رب وویل ، چې دیوالونو او ځمکې هم ورسره ذکر پیل کړ . په دې وخت کې دده د لټولو وار راغی حاجبه رانږدې شوه او ویې وویل : اې نصوحه ! راشه ، چې تا ولټوم ځکه چې ته شاهزادګۍ ته نږدې وي هغه دې موښله نصوح په دې وخت کې د خداي په یاد او له ډیرې ویرې بې سده شو لکه لرګی پر ځمکه پریوت عقل یې کار نه کاوه ، هوښ او اروا یې له بدنه ووتل او څنګه ، چې یې دخداي یادول پر ژبه و . خپل اصل ته ورګرځید . دده له های اوهوی څخه ځمکه ریږدیده ، وچ لرګي راشنه شول او لیوه له پسه سره سوله وکړه ،  دده له عجز څخه دخدای درحمت چینه په ځوښ راغله او په داسې حال کې ، چې نصوح له ډیرې ویرې دمرګ پولې ته رسیدلې و زیری وشو ، چې دشهزادګې غمي داره والۍ وموندل شوه . مینځو نارې کړې دلته غوږوالۍ وموندل شوه یوې مینځې هغه شهزادګې ته ورپه غوږ کړه او ټولې ښځې خوشاله شوې .  په دې منځ کې نصوح په هوښ راغی او ټولو مینځو له هغه بښنه وغوښته شهزادګۍ هم هغه ته راغله اوله ده څخه یې د بښنې غوښتل پیل کړل ،  نصوح په زړه کې وویل : دخداي بختورو تاسې څه خبرې یاست ، چې زه ستاسو له ګومان نه ډیر ګناهګار یم . هغه څه ،چې ما کړي  خداي مو ترې مه خبروه زه که د ټول مخلوق عذر وغواړم ګناه به مې کمه نه شي زه ډیر ګناهګار یم ډیرې ګناوې مې کړي خو خداي په خپل رحمت ونازولم زه د بښنې وړ نه یم یو زه او ستار خدای پوهیږي ، چې ما څه کړي ؟  راپه یادول یې هم شرم ګڼم په  اوله کې شیطان زما استاد و خو یو وخت شیطان هم راته حیران شو ، چې د خداي رحمت راغی همدا زه ګناهګار هم وژغورل شوم د هغه رحمت زه له سره را ژوندې کړم او لکه وچ بوټی یې راشین کړم ، زه د خداي رحمت ته حیران یم ، چې څومره لوی او بښونکې ذات دی . خو دا ځل به زه هم په عهد ټینګ یم . اې خدایه ! زه دې له ټولو غمونو بیل کړم که دهر ویښته څوکه مې زر ژبې پیدا کا ستا شکر به ادا نه شي ستا له حمده اوثنا عاجز یم . نصوح لا د خداي په یاد اخته و ، چې د پاچا د لور استازی ورته راغی ورته یې وویل : د پاچا لور دې غواړي هغه ځان په بل چا نه وینځي او غواړي ، چې ته یې دلاکي وکړې د پاچا لور وایي دا تر ټولو ښه دلاکه ده . د پاچا لور غواړي ، چې ته یې سر پرې ووینځي او ځان یې ورته وموښې . نصوح ورته وویل : ورشه د پاچا لورته ووایه ، چې عمر دې اوږد شه ستا نصوح ناروغه ده . او نور یې لاسونه نه خوځیږي ، یو بل څوک پیدا کړه په والله ، چې زه له کاره وتې یم . نصوح له ځان سره وویل : خدای  دې ما نور له داسې ګناه څخه وساتي . زه یو ځل مړ شوم او بیا را ژوندې شوم هغه ویره او اضطراب به مې هیڅکله له زړه ولاړ نه شي ، دا ځلې مې په رښتیا له خدای سره عهد کړی او توبه مې ویستې ، چې تر مرګه به یې ماته نه کړم او که څوک له دومره زبوني او خوارۍ وروسته بیا هم داسې ګناه کوي نو هغه به له خره پرته بل څه نه وي .