غزل عندليب تالاش دير
په خپل حال که مې اشنا بلا ژړلی
ستا په غم مې هم بلا بلا ژړلی
چاته نه واي پښتو ي کچه کيږی
د ساقی په مرګ ملا بلا ژړلی
د جنت طمعه دې هم کړی خو خالقه،
په دنيا پسې دنيا بلا ژړلی
ستا خوږې خوږې خبرې مې ياديږی
ستا تصوير ته مې بيګا بلا ژړلی
د خپل ورور د تورې خرپ دومره ژور وو
په پرهر مې مسيحا بلا ژړلی
ورشۍ وګورۍ چې بيا د چا زړه مات شه
ليونی دغلته بيا بلا ژړلی
ګور رڼا شو خو فکرونو کې تيرې دی
هښيارانو په رڼا بلا ژړلی
که رسا خطا روا که ناروا دی
په خطا کې مې رسا بلا ژړلی
په خندا دې د خندا ياران مين دی
عندليب دې په ژړا بلا ژړلی
وروستي