نجیب منلی   

هر ارمان چې مې پر زړه و تا وژلی
په سینه کې مې یو درد دی ناویلی

نور نو یو ټکی هوس هم په کې نه شته
زما ژوند دې په دوه لاسه نښتېځلی

نه مې ډار شته، نه مې تمه چې سل واره
مې ستا قهر، هم ستا رحم ازمویلی

زه مېوه او سیوری ورکړم لکه ونه
چې وجود مې چا په تبر دی وهلی

هېڅ سودا دې زړه کې مه ګرزوه ګرانې
زه چې چا یم ځورولی ما بخښلی