مین سړی (لنډه کيسه)



د باندې ښه په شړک باران ورېدو، دوکاندار به کله له دوکان څخه د تېز باران ننداره کوله او کله به يې د ټپو ( لنډيو) پر کتابګوټې شونډې وخوځېدې. د دوکان مخې سره پولادي رنګه کرولا ودريده، چې د تيز باران څاڅکې پرې پورته پورته الوتل، موټروان چې ښيښې يې په ځان پسې پورته کړې وې، چوکۍ شاته کږه کړه، ځان يې پرې تکيه کړ، خدای زده چې سوچونه به يې کول او که به يې ټيپ و راډيو ته غوږ نيولی و. دوکاندار وپيژاندو، چې عبدل دی، عبدل د پاخه عمر سړی و، د ږيري او سر ويښتان يې تر نيمايي زيات سپين شوي وو، په ملا کې يې څه ستونزه درلوده، چې په لاره به تلو، ځينو به ورسره ټوکې کولې او ورته ويل به يې:
ــ  اودله! څو مرغۍ دې وويشتې؟
 

ده به ورته په موسکا ويل:
ــ  مرغۍ نه ولم، ځواني لټوم، ځواني!
 له ده سره هغه د چا خبره کاپره خوله ورسره وه، ده به هم ويل:
ــ  امدا خوله ده، چې زما اسيت(حيثيت) يې ساتلی، کنې ولاکه چا په خنک يا ځان سره پريښولی وای....
دوکاندار چې ځوان هلک و او د عبدل کېسو او خبرو ډېر خوند ورکاوه، له ټپو نه يې د ده سره غورې غوره وبللې، څوځلې يې ورته چيشت چيشت وکړل؛ خو هغه نه اوريدل، ورسته يې په خپله د دوکاندار پر لور مخ راواوښت، دوکاندار لاس ورته وښوراوه، هغه په موسکا د تايېد سر وخوځاوه، څه وخت وروسته له موټره راښکته شو، لاسي ساعت ته يې وکتل، کړوپ کړوپ د دوکان پر لور راوران شو، پر وچه ګيډه يې لاس وواهه:
ــ  نن سخت وږی يم!
 

دوکاندار ورته وويل:
ــ  ارڅه، کولچې مولچې بو دني(درباندې) وخورم، موړ بو شې...
عبدل په  خورا احتياط د دوکاندار لرګين تخت ته وروخوت، پر غوړ توررنګه زوړ فرش کيناستو، په ستړې ساه يې وويل:
ــ  نه، د عجب ګل دوکان کې مو ديګ په يښی، کولچې مولچې يې مو دا پلاستيکي ميدې(معدې) کله ميدوی شي، ټوله وریځ مې بيا په کولمو کې جنګ ښخ وي. . .
دوکاندار د ټپو کتاب، په لاس کې و، ګوته يې د نښې پر ځای پکې نيولې وه.
 

عبدل ورته وويل:
ــ  د څه شي کتاب دي پيدا کړی، تاويزونه خو به دې نه وي شورو کړي؟
دوکاندار وخندل او کتاب ته يې وکتل:
ــ  د ټکيو (ټپو) کتاب دی، خدای خبر کله مې خستی و، پرون مې کتابچې لټولې، پکې ارووتو.
عبدل په ځير دوکاندار ته وکتل، لکه د کومي ناروغۍ متخصص چې وي:
ــ  وا وړکيه! مين خو به نه وې، ټکۍ خو مين وړکي يايي. . .
دوکاندار موسکی شو:
ــ  نه مو(موږ) نه مينتوب چې(څه) غوړي. . .
عبدل په ځير دوکاندار ته وکتل:
ــ  زه په مين سړي پيېږم، رنګ يې تک زيړ وي اشوقۍ خوړلی وينه.
دوکاندار موسکی شو، په شرميدونکې لهجه يې مړه غوندې وويل:
ــ  تا يا رنګ زېړ ده کنه، بيا بو ته يا مين وې!
عبدل سوړ اسويلی وکړ:
ــ  هاآی، هی، دا په ځوانه ځوانۍ مې چې مليا(ملا)ماته ده، همدغې اشوقۍ ماته کړې، نوره نو څه په غره کې خرټي ويلی يم. . .
دوکاندار له زړه نه د شرم احساس يو څه سپک غوندې شو او زياته يې کړه:
ــ  نو په چا مين وې؟؟
عبدل چې په ژورو سوچونو کې ډوب و، لکه د دوکاندار خبره يې چې نه وي اوريدلي، دوکاندار ته سر وښواره وه:
ــ  هه؟
ــ  وې مې چې په چا مين وې، چې داسې يې کړې؟؟
عبدل شاته وکتل، د بورې نيمه بوجۍ ايښي وه، کړوپه ملا يې ورته ولګوله، له غمه په ډکه لهجه يې وويل:
ــ  مټر نه دې اسې(هسې) ارکوز کړم، يما(زما) په زړه کې دې غلې مچۍ اروبڼولې. . .
دوکاندار داسې ورته کتل، لکه څوک چې له يوه ډېر ضروري رازه خبرېږي.
عبدل د دوکاندار پوښتونکو سترګو ته وکتل او ورته وی ويل:
ــ  ګوره وړکيه! جمه درته کم، خو چا ته يې وَنکې، يې مو خلک بيا يوه خبره دومره نه پرېګدي، چې تر څو يې غول نه وي ورنه باسلي. . .
دوکاندار په ډاډ ورته وويل:
ــ  نه څنګه يې يايم، ايڅ غم ونه کې...
عبدل د دوکان د چت ورستو او چينجو خوړلو سپيداري  لرګيو ته داسې په ځير وکتل، لکه کوم ورته والی چې ورسره لري او په داسې حال کې چې دوکاندار ته يې هيڅ ورونه کتل، شورو شو:
ــ  يې مو(زموږ) په کلي کې يوه جلکۍ وه، دې لرې خپلوانو نه مو وه، خدای شته ښکلې يا دومره ښکلې وه، چې چې چې څه درته ويايم نو، يا بو ما ته ښکلې بريښده، ډېره مې خوښه وه، هغې يا خوښ وم، الته داسې نه وم لکه ووس سوی پلاستيک، چې په چينې بو تيريدم، ډېرو جينکيو بو زړه کې ګوړې ارته ماتولې. مور ته مې يوه وريځ ووې، خو اغې داسې ځواب راکو، چې زړه مې بيخې تنه خاترجامه(خاطرجمعه) شو، ارته و يې وې، چې مازغه دي خراپ دي که چرس دې څکولي، چا چې په کور کې پیغلې جنکۍ وي، نورې کوي، مور مې دي ښځې نوم ارته واخستو، چې يې دغې نه يې چې زیات دي،(له دې نه یې څه زیات دي)بيا يې ارته ووي، چې اغه کوه چې پلار نيکه دي کړي وي، که بيا دي داسې ووې، پلار دي دنې خبروم...څه سر بدې خوګوم، ما ته يې په کور کې دي تره لور په نامه کړه، يې ما نه ډېره کشره وه، که ريښتا درته ويايم، چې په يوه کور کې درسه ستره شي، سړي ته داسې بريښي، لکه خپله شیرینه خور. اغه جلکۍ چې خبره شوه، کسم يې وکو، چې نوره مې په دربين کې يا ونه کسې،  بيخې سوچي غونته(غوندې) شوم، په مازغو مې بوج شو، ځان سه بو(سره به)ژوړيدم، په ډيرو ملايانو يې وګرځولم، ډکټرانو ته يې بوتلم، چا بو وې چې ميده يې خراپه ده، چا بو وې چې اسابي تکليپ لري، کله روغ کله رنځور. په دغ(دې) کې يو کال ووتو، يې مو په کور کې واده شو، يې مو دي تره زوي، دي اليف خان، دغ واده ته يو څه خشال شوم، چې لږه خو به يې وکسم، دي واده په اوله شپه بام ته وختم، زه پيېدم، چې شپه بې موکره(موږ کره) وي، يې مو ښځو سه(سره) يې کار کولو. چې ګورې، ښه دي پينځلسم سپنږی(سپوږمی)ارختلی، درې کسه يو ځای الماستي دي، چې ورنږدې شوم، يوه مې دي تره لور وه، منځ کې مې ښځه وه، بلې ته چې ښه ځير شوم، چې ګورې اماغه ده، زړه مې ډوبيو واخستو، زړه کې مې ووې چې ووس چیشی وکم، ورو يې سر ته کينستم، په ځير مې ورته وليدل، په سترګو کې يې د مياشتې رڼا وبريښيده، پوی شوم چې ويښه ده، ورو مې په مخ لاس په تېر کو، دي څنګ لاس ګوتې يې ارته وښورولې، زه دي برجګي(بامبوټي) ترپ(طرف) ته لاړم، دا يا ورو ارسي ارجګه شوه، دي تره لوڼه مې واده کې ستړې وې، خپله خرا يې خته. دواړه په برجيګي کې څنګ په څنګ ودريدو، دي سترګو نه مو داسې ووښې(اوښکې) اروانې وې، چې پښتنه مه کوه، اخېر مو ټينګې غويږې ارسه وير کړې، تر ډېره مو يو بل په غويږو کې نيولی و، يې ما په ګريوانه کې يې اغې سړې سړې ووښې ارتليدې، خدای خبر څومره بو مو يو بل په غويږ کې نيولي و، چې چرګانو ازانونه وکړل. پاکه مينه وه... 
 

دوکاندار ته يې لاس وراوږد کړ:
ــ  واخله کول(قول)، که نور مې په زړه کې ايچې يا(هیڅ هم) ورته راغلي وي. . .
دوکاندار کوښښ کاوه چې ځان عادي وښيي، ترې وی پوښتل:
 
ووس يا کله کله کسې(ګورې)؟؟
ــ  چې واده شوې، بيا مې په سترګو يا(هم) نه ده ليدلې، نه ما څوک دي خپلې مينې نه خبر کړي، ما وې چې اسې نه څوک خبر شي، مو خو پښتانه يو، اغې غريبي نې مې زړه بديدو، ما وۍ اغې غريبې ته بو څه لانجه جوړه شي. . . ووس په کابل کې ووسېږي، دي تا غونته زامن يې ژڼي دي... ووس يا(اوس هم) چې کله د پينځلسم مياشته اروخيجي، اغه وخت مې کلک سترګو ته ودرېږي، بيخي ژړا نشم دروی...
په دې وخت کې يو هلک راننوت، عبدل ته يې وويل:
ــ  عجب ګل يايې(وایي) چې مړۍ تياره ده، ارڅه(راځه)!
عبدل دوکاندار ته وروکتل، په وچو شونډو يې وويل:
ــ  نن مې ولاکه بيخې ايشتیا وي.
پای 
ـــــــــــــــــــ
د لهحې مانا
#یا: هم.
#امدا: همدا.
#ارڅه: راځه.
#بو: به.
#یښی: ایښی.
#یې_مو: زموږ.
#وریځ: ورځ.
#یایي: وایي.
#پیېږم: پوهېږم.
#خرټی: د هل شوې ونې بیخ.
#ویلی: وهلی.
#وې_مې:ویل مې.
#جمه_درته_کم: خبره درته کوم.
#ارته_ویې_وۍ: راته ویې ویل.
#دنې: درباندې. 
#ارته_ووې: راته وویل.