
دغرمې ډوډۍ ته ناست وو، مور مې غوږونه څک کړل:
ـ تاسې غلي شئ دڅه شي شور دی!
کړکۍته پورته شوم، اول ګل مې ولید، چې يو څو ښځو نېولی او هغه ترې دخلاصيدو هڅه کوي، له خولې يې کنځلې او سپکې سپورې بادېږي. يوڅو قدمه لرې مې دوچو پاڼو خرسا واوريده، چې ومې کتل داول ګل کشری ورور زمرک، چې موږ چرسک باله، د غوزانو په وچو پاڼو کې پښې توری ولاړ دی، په لمنه باندې دپوزې راڅڅيدونکې وينه پاکوي، لمنه او ګريوان يې ځای ځای په وينه سره دي.
ما اول ګل ته ورغږ کړ:
ـ څه خبره ده داسې شور مو جوړ کړی، لوی سړی يې شرميګې نه؟
خو ده همغسې زور کاوه، پسې ورووتم، چې ښځو ماته پام شو اول ګل يې راپريښود او دوی يوه څنګ ته شوې، ما په مټو کې ونيوه، ومې رټه او دکور پر لور مې ډيکه ورکړه. ددوی له کوره مي ښځينه ټيټ غږ تر غوږو شو، چې ګړکۍ ته مې وروکتل، داول ګل مور وه:
ـ ... پرې يې نږدې وړکی مړکوي...
اول ګل همغسې زور کاوه، دکور پر لور مې ټېل واهه او په غوسه مې ترې وپوښتل:
ـ څه يې کړي چې دومره ورته په غوسه يې، وژنې خو به يې نه؟
هغه په نيولې ساه زياته ګړه:
ـ دا ناولی دمرګ لايق دی، دمرګ! مور غريبي مو يو څو روپۍ ټولي کړې وې، پرون دی د نر بچی پسې ورغلی، د صندوق قوضه يې ايستلې، ټولې پيسې يې ترې وړي. دايې څوم وار دی، چې دچرسو پيسې ورسره خلاسې شي؛ نو په کور کې په يوه شي ورغوټه کړي، مخکې خو نه وم خبر، اوس مې مور خبر کړم، چې دغه وړکې خو ټول کور يووړ....
* * *
سهار چې له کوره ووتم، يوه ښځه مې وليده، چې له جومات نه راووته، چې رانږدې شوه د اول ګل مور وه، ورته ومې ويل:
ـ ترورې په جومات کې دې څه کول ؟
کوزه راته ونيوه :
ـ زمرک بيګا داول ګل له ډاره په جومات کې شپه وه، وختي مې د اوداسه لپاره تودې اوبه وروړې، هغه ډېر سړيچن دی، ما وې که په سړو اوبو اودس وکړي رنځور به شي.
پای