
ایاز ، چې د سلطان محمود ګران مریی و ، د خپلو حاسدانو د معلومولولپاه یې یوه کوټه بنده ساتله او قوي کولپ یې ورته اچولی و ، په کوټه کې د هغه جامې او پوستین راځوړند و ، او نوره تشه وه ، څو کسان سلطان ته راغلل ورته یې وویل : ایاز یوه کوټه کولپ کړې او ښکاري چې ښه ډیر سره او سپین زر یې په کې ساتلي دي . دا کوټه دومره محرمه ده ، چې ایاز یې هیچا ته هم نه پرانیزي نو ښکاري ، چې ایاز خپله پټه پانګه په کې خوندي کړې ده ، سلطان په دې خبره حیران شو ، چې زه پر ایاز دومره مهربانه یم هر څه مې د هغه دي تر ټولو یې ډیر نازوم نو دا ولې ؟ هغه هر څه له مانه پټ ساتلي ؟ نو یو اعتباري درباري یې وګوماره ، چې له خپلو ملګرو سره په پټه هغې کوټې ته ورشي او ور یې پرانیزي وګوري ، چې هلته څه دي ؟ درباریان د شپې ولاړل ، خوشاله وو ، چې پر خزانه به ورپېښ شي . دوی فکر کاوه ، چې ایاز خو پر سلطان ډیر ګران دی نو نه یوازې سره زر بلکې ډیر لعل ، یاقوت ، زمرد او عقیق به هم هلته پټ وي موږ به لږ لږ ترې پټ کړو او نور به سلطان ته وروښایو . سلطان له ځانه سره خفه و ، چې له ایاز سره دومره مینه لرم او هغه په مینه کې بې وفایې وکړه بیا له ځان سره په فکر کې شو نه له ایاز څخه د داسې کار تمه نه شي کیدای هغه ډیر سپیڅلې دي او بیا ورځه که هغه دا کار کړی هم وي څه پروا کوي ؟ هغه خو پر ما ډیر ګران دی زما هر څه د هغه دي او پر هر هغه چا ، چې زه مین یم بدګوماني کول ښه کار نه دی هغه که روا یا ناروا څه کړي وي ما ته منظور دي ایاز تر ټولو هوښیار ښکلی او محبوب دی هغه دومره پاک دی لکه پر اوو سیندونو ، چې وینځل شوی وي هغه زما پاچا دی بلکې هغه ماته پاچايي بښلې ده . د هغه ښکلا بې حده زیاته ده . زه باید د اسمانونو او ځمکو په اندازه بیان ولرم ، چې د هغه ښکلا توصیف کړم خو بیا هم کمه ده زما زړه د هغه په خفګان ماتیږي او دا چې نن مې پر هغه بدګوماني وکړه ښکاري ، چې لیونی شوی یم و درباریان کله ، چې له ډیره حسادته پټې کوټې ته ورسیدل نو داسې وو لکه ابلیس چې ادم علیه السلام ته په حسادت کې له سجدې منکر شو دا د خاورو جوړ بنده څه دی ، چې زه د خدای مقربه پرښته او له اوره جوړ موجود ورته سجده وکړم ؟ زه خپله دلته د هر څه مالک یم . دا څوک دی ، چې زه ورته ځان راکوز کړم ؟ د سلطان محمود درباریانو هم غوښتل ، چې د ایاز مرتبه راښکته کړي نو ځکه په ټول زور سره د کوټې د وره شاته ودریدل ، چې ګوري کولپ ډیر زورور دی نو باوري شول ، چې دلته لویه خزانه پټه ده . دروازه یې په زور پرانیسته او په خالي کوټه کې ودریدل ، جامې او پوستین یې راوغورځول خو تر شا یې هیڅ هم ونه موندل بیا یې د تشې کوټې غولی وکینده . دیوالونه یې هم سوري کړل خو هیچ چیرته څه شی نه و . دوی لکه په بیابان کې ، چې تږی سراب وویني او یا لکه وږی ماشوم ،چې شرینۍ پسې ګرځي داسې هرې خواته ګرځیدل . خو هیڅ یې نه موندل . د دوی دحرص مرغانو دانه نه موندله او د ایاز دې کار ته حیران وو بیچارګان په تشو لاسونو او خالي کڅوړو سره دربار ته راستانه شول پاچا ورته وویل : څه خبره ده ؟ لاسونه او کڅوړې مو ولې تشې دي که زر مو پټ کړي وي نو په څيره کې مو خوشالي ولې نه شته ؟ ځکه هر چا چې زر ترلاسه کړې وي یا یې شریني خوړلې وي ، څه نښې یې په څیره کې وي . دوی په ډیره پښیمانۍ وویل : موږ نه پوهیږو ، چې څه ووایو اوس مو که وینې وبهوﺉ هم کمه ده . موږ دهر ډول سزا وړ یو څه چې ته فرمایې . موږ بدګوماني کړې وه . په کوټه کې هیڅ هم نه و موږ نه شو کولای خپل سپیناوې وکړو ستا رسۍ او زموږ غاړې . پاچا وویل : زما پر محبوب مو بدګومان وکړ دا لوی جنایت دی تاسو زما اعتماد ته زیان ورساوه ، تاسو د سلطان پر وفا او ښکلي مریی باندې تهمت وکړ زه څوک یم ، چې تاسې ته سزا درکړم زما محبوب او ګران ایاز پردې ښه پوهیږي چې تاسې ته څه سزا درکړې بیا یې نو ایاز راوغوښت او ورته یې وویل : اې له تهمتونو پاکه ایازه ! که هر څومره بدګومانۍ یو ځای شي او د دنیا پلټونکې ستا سیرت او صورت وپلټي په تاکې به بدي پیدا نه کړي . دغه بدګومانه درباریان تاته درسپارم څه چې غواړي له هغو سره یې وکړه یا سزا ورکړه یا یې وبښه خلک تر ازموینو وروسته شرمیږي زه پوهیږم ، چې ته په علم او حلم کې بې سیاله یې یا په خپل علم سزا ورکړه او یا یې په خپل حلم وبښه مریی ایاز ورته وویل : اې سلطانه ! زه په حقیقت کې هماغه تشه جامه او پوستین یم دا ستا د لطف نظر دی ، چې ارزښت راکوی زما هستي پریوې جامې او پوستین نه ارزي زه ، چې هر څه یم ستا له برکته یم څوک چې د یوې مڼې په قدر نه پوهیږي که ټول بڼ ورکړی هیڅ دی اوکه څوک د دوو غنمو په قدر پوه شي هغه د انبار په قدر هم پوهیږي . څوک ، چې دخپل څښتن پر نعمت شکر ونه باسي هغه په ږیره کې هغه خلي ته ورته دی ، چې باید لری وغورځول شي سلطان وویل : دغه درباریان ستا ملامت دي .که وایې زه یې وژنم خوپر هغو درحمت باران ووروه او که یې وبښئ نو احسان به دې وي . بښنه د لویو خلکو کار دی ستر انسانان حسادت نه کوي د لویو ارواوو نښه لوی کارونه وي او باطلې ارواوې پربدو کارونو سر کیږي اوس نو په خپله پریکړه وکړه اې ایازه ! دوی ته زر د دوی عاقبت وروښیه ځکه انتظار په خپله لویه سزا ده ایاز سلطان ته وویل : ته چې دلته یې زه به د پریکړې څه واک ولرم ؟ کله ، چې لمر راوخیژي ستوري ورکیږي .
زه ستا په وجود کې هیڅ هم نه یم زه د یوه کمیس او پوستین ارزښت هم نه لرم حاسدانو په ویاله کې وچه لوټه لټوله او پرمایې بدګوماني کوله، موږ هر یو پر ځان د ریا پوست هوار کړی موږ که دغه پوستکي وڅیرو اصلیت به مو ښکاره شي موږ د ظاهر خبرې ډیرې کوو خو په باطن کې مو اصلیت بل ډول دی . زما دکمیس او پوستین راز هم دا دی ،چې وښیم موږ خپل اصل په غولونکو ظواهرو پټ کړی دی سلطان ورته وویل مریتوب پرتا ښه ښکاري. ستا د شخصیت رڼا له ډیرو ازادو خلکو څخه زر د انسانیت هسک ته رسیږي ستا بنده ګي د زنده ګي لپاره زیری دې او د ډیرو ازاده ګانو لپاره ستا غلامي د حسادت موجب ده . ښه مومن هغه دی ، چې په هره لوړه ژوره کې یې کافران پر ایمان حسرت وکړي .