
د قرآنکريم د سپېڅلي کتاب د خطاطۍ درې ورځينۍ نړيواله سيالي په متحده عربي اماراتو کې ژر پيليدونکې ده چې د روژې تر اوه وېشتمې شپې به دوام وکړي.
له دې بهيره دېرش نړيوال او عرب اړوند پوهان څارنه کوي او پکې د سوريې،عراق،انګلستان،الجزاير،ترکيې،سعودي عربستان،مصر او اردن خطاطانو نوم ليکنه کړې.
د متحده عربي اماراتو کولتور وزارت وايي چې دې کلنۍ سيالۍ کې به هم درې غوره خطاطان په نښه او په ښو جايزو به يې ونازوي.
+++++++++++++++
د اسلامي نړۍ نامتو او پېژندل شوي سندرغاړي سميع يوسف د پاکستان وروستيو سېلاب ځپلو ته يوه ځانګړې سندره ويلې او پکې له خلکو يې دې زيانمنو سره مرسته غوښتې.
هغه پخپله شخصي وېبپاڼه کې ويلي چې د دې سندرې له پلورلو ترلاسه کوونکې پيسې به ټولې د پاکستان سېلاب ځپلو ته ورکړي.
+++++++++++++++++
د فرانسې د پلازمېنې پاريس په ملي کتابتون کې د اسلامي نسخو څانګه پرانېستل شوه.
په دې څانګه کې د بېلا،بېلو هېوادونو اړوند لرغوني اسلامي نسخې نندارې ته اېښودل شوي؟
د نندارتون په لومړي ورځ زرګونه تنو له دې نسخو ليدنه کړې او جوړونکي يې وايي چې دې کار ورته لويه اقتصادي ګټه رسولې.
+++++++++++
بلخوا:
د فرانسې پياوړى فلم جوړونکى آلن کورنود تېرې يکشنبې پرورځ د ورپېښې سرطان ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه پر نولس سوه يونويم زېږديز کال د ټولې نړۍ سهارونه په نامه د يوه فلم په ليکلو،جوړولو او پکې په لوبيدو سره نړيوال شهرت ګټلى و.
کورنو لسګونه نور هنري فلمونه هم جوړي کړي وو چې پرفرانسې سربېره ګڼو نورو هېوادونو کې يې هم خورا مينه وال لرل.
د روسيې پوليسو وايي د هېواد د موسېقۍ په يوه فستيوال کې يې لس تنه هغه مهال ټپيان شول چې شاوخوا سلو ځوانانو د موسېقۍ تالار ته په ننوتو پر نندارچيانو د سوک،څپېړې ګوزارونه پيل کړل.
دپېښې ټپيانو د درېيو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړښودل شوى.
پوليسو د پېښې لامل لاپه ګوته کړى نه دى.