
د المان يوه ښځينه سندرغاړې ناديابن عيسى چې په ايډز ناروغۍ اخته ده،يوه هلک ته د دې ناروغۍ د قصدي لېږدونې په تور په دوه کلن بند محکومه شوه.
دې اته وېشت کلنې سندرغاړې دارمشتات ښار محکمې ته خپل جرم ومانه .
محکمې پريکړه وکړه چې پردوه کلنې سزاسربېره به دا سندرغاړې درې سوه ساعته جبرا د ايډز د درملنې په يوه روغتون کې د ناروغانو چوپړکوي.
د ناديابن عيسى مدافع وکيل د محکمې د پريکړې هرکلى کړى او دا يې منصفانه بللې.