
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې په داسې وخت کې ترسره شوې چې د هیواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضیعت د تیرو ټاکنیزو بهیرونو په پرتله ډیر ترینګلې او د اندیښنې وړ وو. خو دا ټاکنې بیا هم په خپل وخت د ټولو هغو اندیښنو او بې باوریو خلاف ترسره شوې، چې د دغو ټاکنو پرخپل وخت نه ترسره کیدو په اړه موجود وو.
د ميزان په اته ویشتمه په میلیونونو افغانانو یو ځل بیا په پوره میړانې او سرښندنې د سختو امنیتي ګواښونو او ناخوالو سربیره بیا هم په ډیره مینه د هیواد د ښې راتلونکې او پرمختګ په هیله د ولسي جرګې د ټاکنو د رایې اچونې په پړاو کې برخه واخیستله ترڅو راتلونکې ولسي جرګې ته د خپلې خوښې وړ استازي ورولیږي. په دې ترینګلو حالاتو کې د رایې اچونې مرکزونو ته په دومره لویه کچه د خلکو ورتګ دا څرګندوي چې افغانان ولسواکۍ ته ژمن دي او د خپل مدني حق څخه په ګټه اخیستنې خپل برخلیک خپله ټاکي.
د افغان امنیتي ځواکونو میړانه او سرښندنه د ستاینې وړ ده چې په لومړي ځل یې د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته د ټاکنو امنیت او خوندیتوب دروند بار ته اوږه ورکړه او د مخکنیو ټاکنو په پرتله یې د ټاکنو د بهیر امنیت په ښه توګه وساته. د دوی دا وړتیا مونږ ته ددې ډاډ راکوي چې زمونږ تکیه په بهرنیو ځواکونو ورځ تر بلې کمیږي او خپل میړني ځواکونه مو ددې وړتیا لري چې هیوادوالو ته په ملي پروسو کې د ګډون لپاره د امن فضاء رامنځ ته کړي.
د لومړي ځل لپاره په هیواد کې په ټاکنو کې د رای ورکوونکو د ليستونو ترتیبول او بایومیتریک سیستم څخه ګټه واخستل شوه، که څه هم په دې برخو کې یو څه ستونزې وې خو بیا هم که د راتلونکو ټاکنو لپاره په کې اصلاحات راشي او نیمګړتیاوې یې له منځه ولاړې شي نو د پاکو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې به ډیره مرسته وکړي او تر ډیره به د درغلیو او ناپاکو رايو مخه نیسي.
خو له دی ټولو ښیګڼو سربیره دی د ټاکنو بهیر ګڼې نیمګړتیاوې هم درلودې لکه:
په ډېرو سیمو کې د رایه اچونې مرکزونه د ژمنه شوي وخت (سهار۷ بجو) پرځای ناوخته او په ځینو سیمو کې ان غرمه مهال پرانیستل شول، او په ځینو ځایو کې خو په دویمه ورځ ټاکنې وشوې.
د بایو میټریک سیستم په ډېرو مرکزونو کې یا خراب و او یا یې د ټاکنو کارمندان په سمه کارونه نه پوهیدل او یا هم په لوی لاس ځينو مامورينو د مشخصو نوماندانو په ګټې خراب کړی وو، چې دا ستونزې د رایه ورکونې د ځنډ او زیات وخت نیولو سبب شوې او حتی په ځینو مرکزونو کې پرته له بایومیتریک رایې اچونه وشوه چې د درغلیو خالي نه وې او په ټاکنو يې د خلکو شکونه راپیدا کړل.
د رایه ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د ثبت شویو رایه ورکونکو د نوم لیکنې کتابچې ورکې وې، چې دغه ستونزه د مرکز نيولې ان تر ولايتونو په کچه موجوده وه.
د ځینو زورواکو له خوا د رايې اچونې په مرکزونو کې د ګډوډۍ جوړولو او د ټاکنو کمیسیون کار کوونکي ګواښولو او خلک د زور او یا پیسو له لارې مجبورول چې دوی ته رایه ورکړي، چې ددې خبرې ثبوت او کره والی د رسنیو په راپورونو کې هم موجود دی.
ددی ستونزو او نیمګړتیاوو ترټولو ډیر مسئولیت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورګرځي ځکه ولس د ټولو ګواښونو او ستونزو سربیره په ډیره مینه له کورو راووتل او د ټاکنو مرکزونو خواته ولاړل خو د ټاکنو کمیسیون د خپل کمزوري مدیریت له امله د خلکو له احساساتو سره لوبې وکړې، او دوی ونشو کړای د ټاکنو د رایې اچونې پړاو سم مدیریت کړي او په ټاکنو د خلکو له منځه تللې باور یو ځل بیا را ژوندې کړي.
اوس که د ټاکنو د رايې اچوني پر بهیر باندې شوي شکایتونه په سمه او شفافه توګه ونه څیړل شي او پایلې یې له ولس سره شریکې نشې نو خدای مه کړه په هیواد کې به یو نوي کړکیچ ته لاره جوړه شي او مسئولیت به یې د ټاکنیزو کمیسینونو پرغاړه وي.
نو هیله داده چې ټاکنیز کمیسیونونه تر خپلې وسې د څارونکو او نوماندانو له خوا د رایې اچونې په پړاو کې د ثبت شویو شکایتونو په هکله دقیقه څیړنه وکړي او پایلی یې له ولس سره شریکې کړي او پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي تر څو راتلونکې ولسې جرګې ته مستحق او وړ استازي د خلکو د پاکو رایو په پایله کې لار پیدا کړي.
ټاکنیزو کمیسیونونو ته پکار ده ترڅو له دې ټاکنو درس واخلي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره سر له اوسه تیاری ونیسي او هغه نیمګړتیاوې چې په دې ټاکنو کې رامنځ ته شوي له منځه یوسي.
زمو خلک له نیږدې ۴۰ کلونو راهیسې وژل کیږي. دا وژنې عموماً د واک د ترلاسه کولو په سیالیو کې روانې دي. دې خونړیو سیالیو وطن لولپه کړ او خلک یې تباه کړل. ولس له همدې حالت څخه د وتلو هیله لري. دا هیله ورته د زور په ځای په مدني لارو د واک ترلاسه کولو پروسه ښکاري او دا پروسه ټولټاکنې دي.
خلک ملامت نه دي. خلک د همدې پاک ارمان لپاره رایه ورکوي او په دې تمه وي چې ارمانونو سره به یې خیانت نه کیږي او نماینده ګان به یې د وضعیت د بهبود لپاره له خپلې قانوني مجرا کار اخلي. پر حکومت به فشار واردوي او د خلکو د ژوند د بهبود لپاره به لومړیتوب ورکوي.
موږ په تیرو نږدې دوه لسیزو کې د ولسمشرۍ لپاره درې ځلې ټاکنې تجربه کړې. لومړي او دویم ځل کې حامد کرزي واک ترلاسه کړ او درېیم کې محمد اشرف غني.
دغه شان موږ له ۱۳۸۴ کال راهیسې تر اوسه څو ځلې د ولسي جرګې او ولایتي شورا انتخابات تجربه کړل او ولس په کې د سر په قیمت رایه ورکړه. که څه هم ولس خپلو ارمانونو ته نه دی رسیدلی او په کوم نیت چې یې رایه کارولې وه، هغه نه دی پوره شوی؛ خو بیا هم د یو ستر ارمان لپاره ګواښونو ته غاړه ورکوي او بیشکه دا ارمان د یوې قانونمندې او سوکاله ټولنې جوړول دي.
بریالي کاندیدان (ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي شورا) د ولس له قربانیو خبر دي؛ خو ځینو ته یې ولس یوازې د کمپاین په ورځو کې مهم وي او بس. دوی ونشوای کولای چې د هغوی ارمانونه پوره کړي او یایې د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
تر دې لویه مسخره به بله چیرته وي چې د ولس د استازو کور اوس د رهنمای معاملاتو په نوم یاديږي! ځکه په همدې کور کې د ولس په رایو معاملې کیږي، د شخصي ګټو لپاره، د تنظیمي او قومي ګټو لپاره. د جرګې ګڼ غړي یوازې په دې فکر کې دي چې څنګه آن د خپل راتلونکي شلم نسل ژوند هم جوړ کړي او راحت ژوند ورته له اوسه نقشه کشي کړي.
ځینې خلک ناهیلي شوي او حق یې هم دی. د همدې ناهیلیو له کبله وايي چې نور رایه نه ورکوي؛ خو له دې ناخبره دي چې دا تصمیم به یې د اوسني ناوړه وضعیت عمر لا هم اوږد کړي. هغه کسان چې دوی یې ناهیلي کړي، هغوی به هماغه شان په موقف کې پاتې شي او خپلې سوداګرۍ ته به ادامه ورکړي.
ښه خبره دا ده چې خلک د قوم، ژبې، ګوند او نورو شخصي ملحوظاتو لومې وشلوي، تجربه شوي ناکامان بیا تجربه نه کړي. هغوی ته رایه ورکړي چې د خیر تمه ترې کیږي او چې بریالي شول بیا ترې وخت په وخت د خپلو رایو پوښتنه وکړي. خو ولس برعکس لګیا دی بیا يې هم هغه کسانو ته رايې ورکړې، کومو چې د ولس ګټو څخه خپلو شخصي ګټو ته ډیر اولويت او ترجیح ورکوله، چې بیا يې هم ولس ته دوکه ورکړه او د ولس په سترګو يې بیا د پنځو کلونو لپاره پټۍ راکش کړه.
په هر حال په هېواد کې د سپيڅلي ولسواکه نظام منځته راتګ او غوړيدا په هيله؛ تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي افغانستان.