د شګې ګوزار  (لنډه کیسه)

دواړه پر پالنګ پراته وو، میړه مې خوږې او مینه ناکې خبرې راته کولې، د عطرو خوږ وږم ترې پورته کیدو، دا لومړی ځل و چې له یو سړي سره دومره نږدې څملاستم، هغه مې په وجود ورو ورو لاسونه وهل، زه سخته شرمیدم، کله کله به مې په خندا د هغه د شوخو لاسونه مخه نیوله، خو د هغه لاسونه ډېر ځواکمن وو. کله کله به مې زړه وغوښتل، چې زه هم لاس ورواچوم، خو بیا به وویریدم، زړه کې به راوکرځیدل، چې میړه به مې وایي، دا څومره بې شرمه ده!

ما بس یوازې د ده د ځواکمنو لاسونو ناکامه دفاع کوله، خو نور مې زړه له مینې او جذبې نه ویلی کېدو، زړه کې به راولویدل، هسې نه کوم غیر ارادي خبره او یا کار رانه وشي.... خو بیا له ځانه سره ووايم:
ـ واووی! څومره شرم!!  
رښتیا چې کله مې میړه کوټې ته راننوت، زه غلې په کونجه کې ناسته وم، ملګرو زرلښتې او غومچې راته ويلي وو، چې میړه دې راننوزي، ته ټوخی پرې وړاندې کړه، بیا به دې په ده باندې سېر لپاسه وي، خو چې هغه راننوت، ټوخی خو یووارې رانه هېر شو، چې ټول وجود مې لړزې واخیستو. هغه راغی، ټیکری یې زما له سره کش کړ، ما ځان ټول سره ونیو او دواړه لاسونه مې مخ ته ونیول. 
هغه راته وویل:
ـ پورته شه، لمونځ دې زده دی؟
ماته خندا راغله، زړه کې مې وویل، داسې کاپیره یې راوستلې یم...  
ده څو وارې راته وویل: 
ـ پورته شه لمونځ تېر کړه، ثواب دی.... لنډه یې دا چې اول یې کلمه راباندې تیره کړه، وروسته مې لمونځ ورو ورو ورته ووایه، کیدای شي، زما لمونځ به ډېر ځايه غلطي لرله، خو ده یوه غلطي هم راته ونښوده، یا کیدای شي، د ده به هم ښه نه و زده، خو خپل بول یې سر ته رساوه.  
له دې وروسته یې له لاسه ونيولم او دواړه د خوب تخت کې پرېوتو.
په تخت کې د لاس اچولو تر څنګ یې راته دا هم رازده کول، چې په کور کې یې له مور، پلار او وروڼو سره څه رقم چلند وکړم، د هغوی ځینې خویونه یې هم راته ښودل...  
اخېر مې میړه راته کیسه شورو کړه، راته ویې ویل:
ـ زه چې لومړی ځوان شوم، د حاجي ملا ګل لور مې خوښه وه، یوه ورځ له نورو جینکیو سره پټيو ته روانه وه، کشري یې په سر وو، هغې چې زه وليدم، ځان یې له نورو جینکیو شاته کړ، زه چې ورنږدې شوم، ګورم چې د ټیکري دواړه پلوونه یې په لاس کې نیولي او بیا یې کشری نیولی دی، ټټر یې نه و پټ کړی، ما چې یې ټټر ولید، پيريانو ورته ونیوم، ناڅاپه مې لاس ورواچوه، نږدې و، چې کشری ترې غورځېدلی وای، په ورو غږ یې سختې کنځا راته وکړې:
ـ د سپي بچییه...! اوس به مې ټولې جینکۍ په سیل وې... يوه کیسه هغه ده چې کله پاکستان کې مهاجر وو، هلته مې یوې جلکۍ سره د یارۍ تار و، چې کله دوبۍ ته لاړم، خدای دې مافي راته وکړي، هلته رانه دوه وارې زنا شوې، هغه هم نورو وړکو له ځان سره بوتلم، نور د شیطان غوږونه کاڼه لرې او چې کله مې له تا سره کوژده وکړه، له دې کارونو نه مې توبه وویسته. له دې کیسو وروسته یې زما له شونډو کلکه مچه واخيسته او بیا یې راته وویل:
ـ دا کيسې مې ځکه درته وکړې، چې نور به دا کارونه نه کوم، نور به مې ټوله مینه له تا سره وي...  
بیا یې ما ته په خوږه ژبه وویل:
ـ ښه په ما خو دې ټول رازونه وویل، اوس ته ووایه، ګوره زړه کې به خبرې نه پټوو، دواړه باید یو بل ته سپین زړه وو، هیڅ خبره باید له یو بل نه پټه نه کړو....  
ما ورته وويل:
ـ ما به نو څه کړي وي، زما مور خو دومره ترخه ښځه وه، چې لږه کږه یې لیدلې وای، پښې یې راباندې ماتولې...
میړه مې چې ډېره غټه باډي یې لرله، په غېږه کې ټينګه کړم، دومره سخته یې ټینګه کړم، چې پښتیو مې درد وکړ.
زړه کې مې وویل، زرينې! ښه له پيل سره خو واوښتې، په خدای د اتياوو کالو عمر دې څلوېښتو ته راولي...  
بیا یې په خوږه راته وویل:
ـ  نو دا خو هیڅ امکان نه لري، چې په دومره وخت کې دې هیڅوک هم په زړه کې نه وي راغلی....
زه غلې شوم، زموږ پاکستانی ګاونډی یعقوب مې راپه زړه شو، د سپي زوی ښکلی هلک و، په بل ځای کې یې مکتب ویلو، خو چې را به غی، ويښته به یې ښکلي جوړ کړي وو، د مخې پیچکه اوږده، شا او څنګونو ته کم، زېړرنګه کالیو کې ډېر ښکلی ښکاریدو، خو دومره مغرور هلک و، چې لس واره به مې له کړکۍ نه په شګه ویشتی وي، دی یې په کیسه کې هم نه و شوی، شپې به هم د ده له خیالونو سره لوبیدم او ویدیدم...چې کله به یې مور له موږ کره راغله او د یعقوب کیسې به یې کولې، نیمه به ورسره ستریدمم، خو اخیر مې دی هم تر خپل ښایست لاندې راوست، چې له کوره به وتو، یو ځل به یې ضرور ټوخل، زه به په کومه پلمه کړکۍ کې ورښکاره شوم، یو بل ته به مو په سترګو کې غېږې سره ورکړې، یوه خوږه موسکا به مو سره وکړه. بس زما په ټول عمر کې همدا مینه وه، وروسته مو کډه له کوهاټ نه خپل کلي ته راوړه، د یعقوب یاد تر ډېره راسره مل و، په ډېرو هلکانو پسې مې ولیدل، خو یو هم د یعقوب غوندې نه و، اخېر مې پلار همدې سړي ته ورکړم، چې اوس مې په وجود لاس وهي، چې ورته ګورم، له ما نه غټ ښکاري ورمېږ یې په سر پورې نښتی دی، پلن مخ او غټه پوزه لري، خو چې سم ورته ځېر نه شې بد نه ښکاري ....  
د میړه دروند لاس مې پر وجود حس کړ، سړې پلیشې مې په وجود کې تیرې شوې، بیا یې راته وويل:
ـ که راته ودې نه ویل ته پوه شه او خدای قران! زما نه نږدې رازداره خو دې هیڅوک هم نشته.....
د ښځو زړه له ډېرو رازونو ډک وي، چې پر ډېرو یې یوازې خدای پوی دی... خو دا عجيبه شپه وه، مینه مې په زړه کې داسې په څپو وه، چې ټول رازونه مې لکه خلي او خس د زړه په سر ولاړ وو، که هر څومره پټ راز هم وای په دغه شپه به مې ورته ویلی و، نو ورو مې ورته وویل: 
ـ له تا نه به یې ولې پټوم، موږ چې په کوهاټ کې پراته وو، هلته یو پاکستانی هلک و، نرۍ ځواني یې وه، هغه مې خوښ شوی و....
میړه مې زر راته وویل:
ـ یوازې خوښ شوی دې و او که....
ـ نه نور به مې څه کړي وي، یو ځل زموږ د ورسۍ لاندې روان و، په وړه شګه مې ویشتی و...
میړه مې بیا راته وویل:
ـ په څه دې خوښ و؟
ورته ومې ويل:
ـ ښکلی و او ويښته به یې ډېر ښکلي جوړول...
په دې وخت کې مې د ده ټنډې ته پام شو چې تر نیمایي لغړه شوې ده.
د میړه مې د لاسونو حرکتونو ورو شول او اخیر یې راته وویل:
ـ زه هم ستړی یم، ته به هم ستړې وې، خوب به وګړو ...
زړه مې یو ډول انديښنې لاندې کړ، لکه یوه ستره تیروتنه چې رانه شوي وي، د نه بښلو تیروتنه...
خپل سپین زړه توب ته مې غوسه راتله. وروسته زه ورو پسې ورنږدې شوم، ځان مې پسې سوغړاوه، خو هغه به له دې سره اوږده اسویلي کاږل، ناڅاپه مې د بختې ترور خبره رایاده شوه، هغې نورو ښځو ته کیسه کوله، چې په اوله شپه میړه ځان راته په ټګۍ کړی و، زه یې مالومولم، چې روږدې شوې او یا یې نور سړي ليدلي که نه؟ نو دستي مې ځان غلی ونیو، ما ویل اوس به فکر وکړي، چې ښځې مې  سړي خوند لیدلی دی، اوس یې صبر نه کېږي.  
په دوهمه شپه بیا ناوخته راغی، ځان یې ناروغ واچاوه، شله تیکه پروت و، د اولې شپې په شان یې لاسونو شوخي نه کوله، سهار وختي یې سر ووینځه او له کوټې ووت.
دریمه شپه چې بیا ناوخته راغی، په خندا مې یې هرکلی وکړ،  د شیدو چايو ترموز چې له مخکې راته ایښودل شوی و، راواخیست، پیاله مې ورته ډکه کړه، میوه او کیک مې ورته راواخيستل،  زر زر یې وخوړل، نور تر کټه لاړ، ماته هغه لنډۍ راپه زړه شوه چې وایي: مړۍ دې وخوړه څملې په زړه دې نیشته د شیرین جانان غمونه. 
زه هم پالنګ ته وروختم، ده مخ بلې خواته اړولی و، شاته لکه مچۍ پسې ښخه شوم، سرې شونډې مې غټ ورمېږ ته وروړې، پر ورمېږ یې د شونډو سور چاپ سهار هم ښکاریدو. اخیر رانه په عذاب شو، پاڅیدو، په غوسه یې راته وکتل:  
ـ لکه چې ښه اور درکې بل دی....؟
له دې خبرې سره مې په وجود کې له سره تر پښو د اور لمبه تیره شوه، ژړا مې نوره راتم نکړای شوه، سلګۍ مې پورته شوې، ورو مې وویل:
ـ ولې داسې راسره کوې؟ څه مې کړي، ګونا مې څه ده....؟  
ده نور ځان ویده واچاوه تیزې خرا به یې کله کله وویرولم....، ما تر سهاره خوب ونه کړ، سهار وختي چې دی ووتو، مخ مې ایېنې کې ولید، سترګې مې پړسیدلې ښکاریدې... میړه مې شپږ اوه ورځې په همدې ډول راسره تېرې کړې، په اومه ورځ لاړو پاکستان ته، چا ته یې ویلي وو، چې ناروغ یم، د ځان علاج کوم، خو څه وخت وروسته خبره شوم چې سړی دوبۍ ته رسیدلی، نور مې نو د ناوېتوب خوندونه لاړل، ښایسته جامې سینګار دا مې هر څه شاته وغورځول، بس د زړه د غوښو خوړل مې په برخه شول...خبرو لکه تور ماران سرونه راپورته کړل، چا ویل: سړي به مریضي لرله، چا به ویل، ښځه کې به یې کوم مشکل و....، له چا سره مې ناستی او خبرې نشوای کولی، سخته شرمیدم، پر یعقوب مې د شګې ګوزار پر میړه لکه د توپ ګوزار لګيدلی و.  
که به په کلي کې واده او یا کومې ښې او بدې ته لاړم،  ښځو به ماته لیدل، د ښځو سترګې داسې راته ښکاریدې لکه په ځنګله کې چې یوازې وم او ګڼو لیوانو خولې راته وازې کړي وي. که به څوک په خپلو منځونو کې سره وپسیدل، زما به اندیښنه وه، چې له ما نه به کومه خبره کوي، دې کارونو مې له وجود نه غوښې او ښایست ورو ورو خوړل، له ورځې نه بلې ته ډنګریدم او بدرنګیدم....  
په دې کې پينځه کاله ووتل، د میړه په راز مې هیڅوک هم نه پوهیدل، چې ولې داسې ناڅاپه لاړو؟ د پینځو کالونو وروسته یې یو ملګري ته ویلي وو، چې په دې شرط کور ته ځم چې بل واده راته وکړي!
له دې خبرې سره ټولو بد حال وکړ، پلار او وروڼه یې غوسه وو، چې ځوانه ښځه یې په کور کې ناسته ده، بله ولې ورته وکړو، دا چې پر کور یې پیسې هم بندې کړې او غږیدا هم، نو پلار یې مجبور شو، د ده په خوښه یې واده ورته وکړ. میړه مې په یو کال کې د واده ټولې پیسې ورته راولېږلې، یو کال وروسته چې واده تیار شو، میړه مې کور ته راغی، نه مې ستړې مشې ورکړه، نه زما کوټې ته راغی، یوه ورځ مې راونيو، په زور مې کوټې ته راننویست، په پښو کې ورته وغورځیدم، په ژړا او سلکیو مې ورته وویل:  
ـ نور خو دې هر څه راباندې وکړل، خو خدای قران ته وکسه، چې ما بدنامه نه کړې، زه به ستا په ژوند کې هیڅ خلل جوړ نه کړم، د یوې مزدورې غوندې به دې کور کې ووسېږم، خو ته به ما نه تورنوې، زما هغه د اولې شپې راز به چا ته نه وایې.... میړه مې لکه بُت غلی راته ولاړ و، هیڅ یې هم نه ویل او اخېر له کوټې ووت.  
میړه مې چې له نوې ښځې سره لومړۍ شپه وه، زړه مې درزدو، چې هسې نه له دې نه کومه خبره راوباسي، خو بیا مې زړه کې وویل، يوازې زه سپینزړې وم، نورې ښځې زما غوندې خرې او بې عقلې نه دي.
د ټولو اړیکې راسره خړې شوې، چې مور مې ژوندۍ وه، وروڼه مې یو څه ښه وو، خو د مور له مړینې وروسته هغوی هم لاس رانه واخيست. د بنې مې لومړی سر په سر دوه زامن پیدا شول، له زامنو وروسته یوه لور. د لور له پيدا کیدو وروسته مې د بنې پر زړه رحم ننوت، اړیکې یې راسره ښې شوې، زړه یې راباندې بدیدو، اخیر یې راسره کلکه وعده وکړه:  
ـ که دا وار خدای زوی راکړ، تاته به یې درکوم!
د خدای کارونه وو، د بنې مې اولاد په نس شو او د خدای کارو ته کسه، خدای زوی ورکړ، دستي یې راته وویل، چې دا زوی تاته مبارک شه! او راته ویې ويل،  چې نوم هم ته پرې کېږده!
ماشوم ډېر ښکلی و، ومې ویل:
ـ دا ښکلی زوی مې یعقوب بولئ!
د یعقوب پالنې ته مې ډېره په مینه او ناز مټې رابډوهلې.  
اوس دادی یعقوب مې د پینځو کلونو دی، میاشت کې یې یو ځلې سلیمانۍ ته لیږم، چې ښکلي ويښته پرې جوړ کړي، له مخې پیچکه یې اوږده، شا او څنګونو ته کم، درې جوړې مې زېړرنګه کالي ورته کړي دي، یوه جوړه یې سمه نه وي خیرنه کړي، بیا مې بله ترې بدله کړي وي.  
اوس خوشاله یم، لکه خدای چې د خوبونو یعقوب راکړی وي، اوس په کوټه کې یوازې نه یم، یعقوب لکه ټوله دنیاګۍ راسره ویده وي.