لــــــيلادزنــــــې خال چاپه ټـــــــــپو کې و ستايلی
يوګــــــــــــل ودګـــــــلاب چاپه ليموکې وستايلی
عــــــــجبه ګـــــلورين وحـــــسن داره شــــــــغلداره
امــــيل دملغـــــــلرويې نغمــــــــوکــــــې وستايلی
سرې سترګې اې ملالې بيا غوټۍ غوټۍ دوينو
پــــــرهرپـــــــــرهر جانان چااسويلو کې وستايلی
پيـــــزوان دانــــــې دانې دسرو ياقوتو له عيناده
غــــــزل غـــــــزل لالــــــــی چاترانو کـې وستا يلی
دالــــــماسو جــــــزيره کـــــنډرکنــډر دخپله لاسه
زمـــــــادزړه اشنــــــا چاپه دردو کــــې و ستا يلی
دحرم شاپيرۍ ګونګې الکوزيه دخدای پاردی
شـــــهيدشهـــيد وطن چاپه شعروکې وستايلی
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي