پوهنه د اونۍ په هېنداره كې یوولسم راپور

  
 د ۱۳۸۹ کال د زمري ۳۰
 
په كنړكې د يوې ښوونځي ودانۍ پرانسیتل شوه
د كنړ ولايت د مركز اړوند د هاشم زمانى متوسطه ښوونځي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې مسوولينو لخوا په داسي حال كې چې د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده پرانيستل شوه. دغه ودانۍ چې د يونيسف اداري په مالي لګښت د ۶۷ زرو دالرو په مجموعي لګښت د يو جريب ځمكي په ساحه كې چې د سيمي د خلكو لخوا وركړل شوي د ۶ مياشتو په موده كې په پاخه ډول جوړه شوي، چې ۸ درسي، ۴ ادراي خونې،۶ تشنابه، داوبو څښكلو څاه او نور د اړتيا وړ ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۴۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري. د يادولو ده چې دغه ښوونځۍ ۳۷۵ تنه زده کوونکي لري چې د ياد شوي تعمير په جوړه ولو سره د ياد شوي ښوونځي د زده كوونكو ستونز حل شي.
 
د نوو ښوونکو د استخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست په تا لاركې د ۲۷۰ بستونو لپاره ۶۹۰ تنو د دولسم، څلوارلسم او شپارلسمو ټولګيو فارغينو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست دتودو سيمو په اړوندو ښونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيسته بریالي کسان به د آزموينې د پایلو څخه وروسته د ننګرهار ولايت د تودو سيمو په ښوونځيو كې درسمي ښوونکو په حيث په دندو وګمارل شي.  د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د دلوړې، ښوونې، غوره روزنې او ښي استوكنې نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شى.
 
د ښوونکو لپاره ښارګوټی خط کشي شو
د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ کې د ښوونکیو لپاره ۱۵۰ جرېبه د یو ښارګوټي د جوړېدو په موخه ځمکه خط کشي شوه، چې د نوموړې ولسوالۍ د ښوونکیو د نومورو موقعیت وټاکل شو چې وروسته له رسمي مرحلو به د دوی په واک کې ورکړل شي.
 
ښوونیز سمینار په لاره واچول شو
د بلخ ولایت د ښوونځیو مدیرانو ته د ارزونې او پلان ګذارۍ تر عنوان لاندې په لاره واچول شو،
چې ۵ ورځې یې دوام وکړ او د ۱۹ ښوونځیو مدیرانو پکې ونډه درلوده. د یادولو وړ ده چې د
ورته سمینارونو په لاره اچول به ښوونیز پروګرام ته پیاوړتیا وبښي.
 
د ۱۳۸۹ کال د سنبلې دویمه
 
د غور په ولایت کې د پوهنې ریاست ته د ځمکې ډالۍ
د غوو ولایت د ساغر ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي خپله دوه جرېبه ځمکه د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست په واک کې ورکړه، د پوهنې وزارت د نوموړي دا نېک اقدام وستایه او له ده څخه مننه وکړه.
 
د هرات په ولایت کې یو مکتب ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ د سره پردا د ښوونځي تعمیر په داسې حال کې ګټې اخیستنې سپارل کیږي چې د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین، د سیمې سپین ږیري، مخور او د یاد شوي ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي حاضر ول، نوموړی تعمیر په پاخه او اساسي ډول د ۴۰۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې ۸۴۶۷۵۳۰ د پوهنې د وزارت د ایکویپ پروګرام لخوا جوړ چې د ۱۶ درسي خونو، ۸ اداري کوټو، ۱۰ تشنابونو او نور اړینو ضروریاتو درلودونکی دی. د یادولو وړ ده چې په نوموړي ښوونځي کې ۲۳۰۰ تنه زده کوونکي نارینه او ښځینه په زده کړه بوخت دي.
 
د فاریاب ولايت د نسوان بلوچ شاه نادر د ښوونځي سره ديو شميرادارى ټوكو مرسته وشوه
د فارياب ولايت د نسوان شاه بلوچ د ليسي سره د لتوانيا هيواد د زرو امريكايي ډالرو په ارزښت د قرطاسیه بابو او نورو وسايلو مرسته وكړه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د نوموړي ليسي په تالار كې جوړه شوې وه د فارياب ولايت د پوهنې رئيس د لتوانيا هيواد له دغې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د نوموړى هيواد د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.په دغه وسایلو کې د زده كوونكو لپاره کتابچی، جامي، پنسلونه، د لوبو سامانونه اونور د ضرورت وړ شيان شامل دې چى د مهال ویش سره به سم د يا د شوي ښوونځيو زده کوونکو ته توزيع شى.