
د یوه کلیوال سپی دمرګ په حال کې و، ډیر یې ورته ژړل . یو لاروی پر لار تیریده ترې ویې پوښتل ولې داسې ژاړﺉ ؟ کلیوال ورته وویل یو ښه سپی لرم ، چې اوس مري، دې زما د ورځې د ښکار ملګری و او دشپې به یې زه ساتلم ډیر چالاک او زړور سپی و . غله ترې تښتیدل خو اوس دمرګ په حال کې دی . لاروی ترې وپوښتل : څه ناروغي لري ؟ د سپي خاوند ځواب ورکړ: له لوږې مري . لاروي ورته وویل صبر وکړه خو دا راته ووایه ، چې په لاس کې دې څه دي . دا زما ډوډۍ ، اوبه او خواړه دي ، چې د ځان لپاره یې ساتم . لاروي ورته وویل : له خپلو خوړوڅخه ولې یو څه نه ورکوي ؟ چې پرې ژوندې پاتې شي ؟ کلیوال ورته وویل : چې دا خو ایله زما بس شي، ماخو خواړه په پیسو رانیولي او سپی ما ته پیسې نه راکوي، زه ورته ژاړم ځکه اوښکې قیمت نه لري لاروي ورته وویل خاورې دې پر سر شه . چې تر اوښکو ډوډۍ ارزښتمنه ګڼې . اوښکې ډیر قدر لري دژړا په حال کې دعا قبلیږي او که خدای ته مات شوی لاس پورته شي حاجت یې ژر پوره کیږي ته له خپلو اوښکو څخه تیر یې خو له ډوډۍ څخه نه . تا غوندې وږې او ګنجوس د رحم وړ نه دی .